دکابل پوهنتون اقتصاد پوهنځی رییس امیر حمزه اسلمی بیوګرافی

 

 

0093786266891

932500381+

hamza.aslami1981@gmail.com

hamza.aslami1981@ku.edu.af

 

د اقتصاد پوهنځی  رییس  ژوند لیک

پوهنمل امیر حمزه اسلمی د اقتصاد پوهنځی رییس ۱۳۶۱ ه ش کال کې د بدخشان ولایت درایم ولسوالۍ کې زیږیدلی دی. خپلې لومړنۍ زدکړې یې د سایف شهید لیسه فیض آباد د بدخشان ولایت په مرکز کې په لوړه درجه بشپړ کړی دی.

اسلمی د کانکور د آزموینې نه وروسته په۱۳۸۱ ه ش کې د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته شامل او ۱۳۸۵ ه ش خپلې لوړې زدکړی د لیسانس په کچه په لوړه درجه (لومړی درجه) پای ته ورساوو او په ۱۳۸۶ ه ش د نوموړي پوهنځی د ملی اقتصاد دیپارتمنت کې د علمی کدر په توګه په دنده وګومارل شو.

د ۲۰۰۹ ز کال د نومبر د میاشی په ۲۰ نیټه د لوړو زدکړو د ادامه یا upgrading لپاره د المان بوخوم ښار ته ولاړ او وقفی سره ددغې دورې د پای ته رسیدو وروسته په ۲۰۱۱ ز کال کې یې د ماستری دوره پیل او د ۲۰۱۳ ز کال د سپټامبر میاشتې په ۱۸ نیټه یې دا دوره هم رور پوهنتون RUB کې پای ته ورساوو.

نومړی د ۱۳۹۶ ه ش کال کې د پوهنځی علمی شورای غړیتوب هم لاس ته راوړ او وروسته د آزموینو د دکمیتې او نهایتا ددغې کمیتی مسول په توګه و ګمارل شو. ددې ترڅنګ د لوړو زدکړو وزارت کې د استراتیژیک پلان د ارزونې کمیتې غړیتوب یې هم په کال ۱۳۹۶ ه ش تر لاسه کړ. پوهنمل امیر حمزه اسلمی د۱۳۹۸ ز کال د وري د میاشتې په ۲۰ د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د سرپرست رییس په توګه وګمارل شو او د غړي په توګه یې د پوهنتون محترم علمی شورای کې ګډون وکړ. د جلالتمآب جمهور رییس د حکم د منظورۍ وروسته د ۱۳۹۸ ز کال د چنګاښ په ۲۹ د دې پوهنځی رییس په توګه وپیژندل شو.

پوهنمل امیر حمزه اسلمی د کابل پوهنتون د څیړنو او پالیسو ملی مرکز NCPR له خوا درې څیړنیزې پروژی تر مختلفو عناوینو لاندې تر سره کړي دي. همدارنګه، شپږ علمی مقالی تر مخلتفو عناوینو لاندې د اقتصاد او ژورنالیزم پوهنځیو علمی مجلو کې خپاره کړي دي. په مختلفو ورکشاپونو، سیمینارونو، سمپوزیمونو او کانفرانسونو نو کې یې د هیواد دننه او بهر ګډون کړی. نومړی په ملی ژبو دري او پښتو او بهرنۍ ژبه انګلیسی سره بلدتیا لري.

له کال ۱۳۸۶ ه ش تر اوسه استاد اسلمی ډیر سفرونه مختلفو هیوادونو ته کړي لکه آلمان، فرانسه، چین، هند او ایران.