موخی

افغانستان دڅولسیزو وروستیوجګړو په ترڅ کې ونشوای کولی چې ټولنیز چوپړونه دټولنې داړتیاوو اوازاد بازار دغوښتنو همدارنګه په لوړ معیار دنړېوالو کره ستندردونوسره سم ترسره کړي.خوداچې اوس مهال هېواد دپرمختګ خواته مخ په وړاندې روان دی اقتصادي وضغیت سمون موندلی اقتصادي وده لاښه شوې دولتي نادولتي ادارې په ځانګړو څانګو کې وګړوته اړتیا لري.نږدې زموږ هېواد په ټولو برخو کې روزل شوو وګړو ته اړتیا لري.نو دکابل پوهنتون اقتصاد پوهنځی ددې اړتیا په درک کولوسره څلورو برخوکې (پالیسي جوړونه،اداره منجمنټ،بانکي اومالي چاروکې،احصایې اواکونومترۍ)څانګوکې خپل هېواد ته فارغین وړاندې کوي همدارازدهېواد ښوونیزې اړتیاوې هم له دې اډانې بهر نه دي. نو داقتصاد پوهنځي اړتیاوې په لاندې توګه رالنډولی شو.

دکابل پوهنتون اقتصاد پوهنځی یودولتي ښوونیز بنسټ دی چې په اوسني وخت کې په ورځني اوشپني مهال کې دلېسانس په کچه ټولنې ته فارغ شوي وګړي وړاندې کوي،

  • ۱-دهغو اقتصادي ارزښتونو اومهارتونو لېږدول چې دزده کړیالان وکولی شي چې داځانګړتیاوې په مسلک کې عملي کړي ترڅوبریالي شي.
  • ۲-داقتصاد په څانګه کې دچوپړونو وړاندې کول ترڅوپه نړېواله اوملي کچه دازاد بازار اوټولنې اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.
  • ۳-دپوهنځي داستادانو دپوهې کچې لوړول ترڅو وکولی شي چې لومړنۍ اوپرمختللې څېړنې ترسره کړي ترڅو له یوې خوا دپوهې کچه لوړه شي اوله بلې خوادهېواد دولتي اقتصادي ستونزو لپاره لازمې حل لارې پیداکړي.
  • ۴-په ټولګټو،مدني ،سوداګریزو اودولتي بنسټونو په چاروکې دزده کړیالانو ،کارکوونکواواستادانو ونډه اخېستل په سیمه ایزه اوملي کچه دګټې کچه لوړوي داچاره دمنظموڅېړنو،سلا اومشورو،ښوونیزوتګلارو چې دپوهنځي استادانو اوزده کړیالانو له خوا ترسره کېږي او وړاندې کېږي.