حقوق

 

د سياسي علومو او حقوقو پوهنځي تاريخچهه

د سياسي علومو او حقوقو پوهنځیپه ١٣١٧ لمريز کال  کې د سياسي علومو او حقوقو اکاډمي د موسسې په چوکاټ کې په معارف وزارت کې جوړ شو او د همغه کال په غوايي مياشت کې د ٢٥ محصلينو، ابدايي وسايلو او لږ شمېر يعنې پنځو تنو استادانو په درلودلو سره يې د حبيبيې ليسې په ودانۍ کې،پل باغ عمومي ته څېرمه په کار پيل وکړ. په ١٣٢٠ لمريز کال کې د اکاډمۍ د رياست په وړانيز د وخت د صدارت د مقام په منظورۍ دغې اکاډمۍ د سياسي علومو او حقوقو پوهنځیته ارتقاع وکړه. په لومړيو کې د دغه پوهنځي مقصد د مسلکي کادرونو روزنه وه. په اداري او ډيپلوماسي برخو کې چې د ژوند په ښه کيدو کې يې نقش درلود. وروسته بيا د قضايي ادارې څانګه هم ور زياته شوه او تحصلي رشتې هم په همدې دواړو برخو کې په پوهنځي کې رامنځته شوې. په سر کې يې الماني او ترکي استادانو له دې پوهنځي سره همکاري کوله. وروسته بيا دغه پوهنځي د پاريس له پوهنتون سره اړيکه پيدا کړه او تر ١٣٥٠ لمريز کال پورې يې دوام وکړ. د دې پوهنځي فارغين کولاي شي په عدليې وزارت،ستره محکمه، څارنوالي،بهرنيو چارو، کورنيوچارو او ماليې وزارتونو په کې کار وګمارل شي او دنده ترسره کړي.

دا پوهنځى څلور څانګې لري:

١- عامه حقوق

٢- د جزا او جنايي علومو حقوق

٣- خصوصي ځانګړي حقوق

٤-بين المللي اړيکې

همدارنګه يو کتابتون او يو I T  مرکز هم لري.