د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیال مسعود پیروزي بیوګرافي

مسعود پیروزي د مرحوم ډګروال عبدالشکور زوی، په ۱۳۷۰ ل (۱۹۹۲ز) کال د کابل ښار په یوه روڼاندې او علمي کورنۍ کې زېږېدلی دی. لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې د کابل ښار د غلام حیدرخان په عالي لیسه کې پای ته رسولې دي. نوموړی په ۱۳۸۸ل کې د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته شامل شو، په ۱۳۹۲ کې لیسانس او په ۱۳۹۴ل کال یې د همدې پوهنتون د اقتصاد پوهنځي مالي او بانکي څانګې د ماسټرۍ په درجه فارغ شو.

پیروزي د نورو مهارتونو ترڅنګ په څو ورزشي لوبو، په ځانګړې توګه د تکواندو په رزمي ورزش کې پوره مهارت لري او په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لري. دا چې نوموړی په یوه مسلمانه او فرهنګي کورنۍ کې روزل شوی ځوان و، وتوانېده چې له خپلې ټولنې سره ښه تعامل وکړي او د زده کړې او تحصیلاتو په برخه کې له شته امکاناتو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.

مسعود پیروزي په ۱۳۹۵ل کال د ازادې سیالۍ له لارې د ملي دفاع وزارت د جندر ریاست د مالي آمر په توګه مقرر شو. همدارنګه نوموړي د ملي دفاع وزارت د عالي مقام د مالي او اداري آمریت د سرپرست په توګه هم کار کړی دی.

د مسعود پیروزي په اغیزناک عمر کې د ۱۹/۲/۱۳۹۶ نېټې د ۲۷ نمبر پالیسۍ د طرحې په تدوین کې د نوموړي مرکزي رول د یادولو وړ دی. دا پالیسې د ملي اردو په کچه د ښځینه منسوبینو د تشویقي امتیازاتو د ورکړې لپاره جوړه شوې وه، چې اوس مهال عملاً پلې کېږي.

د پیروزي رښتینولي او فکري ژوروالی د دې لامل شو، چې ټول کارکوونکي او همکاران ترې خوښ و اوسي او نوموړی په نیکۍ سره یاد کړي. ښاغلي پیروزي تل هڅه کوله، چې په خپل کار کې بریالی او یو نوښت رامنځته کړي، چې په پای کې وتوانېد د ملي دفاع وزارت په کچه د دې وزارت د پرسونل لپاره د معاشاتو د ورکړې الکټرونکي سیسټم (Afghan personal &payment system-APPS) تطبیق کړي.

نوموړي په دفتر کې یوازې په کار کولو بسنه نه کوله، بلکې تل یې هڅه دا وه، چې د خپلو همکارانو او کارکوونکو ترمنځ د همکارۍ روحیه پیاوړې او نور اړین مهارتونو ترلاسه کړي. نوموړی د ملي دفاع وزارت له لوري څو ځله رسماً ستایل شوی هم دی.

پر دې ټولو سربېره مسعود پیروزي د اداري او مالي چارو د ستر سلاکار، علمي او اکاډمیکو چارو مرستیال او د ادارې او سوداګرۍ BBA څانګې د آمر په توګه په مختلفو خصوصي تحصیلي بنسټونو کې دندې ترسره کړې دي.

پیروزي په ۱۳۹۸ل کې د ازادې سیالۍ له لارې د کابل پوهنتون د علمي کورنۍ غړی شو او په یوه لویه غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ریاست عالي مقام د ۱۳۶۰ نمبر حکم پر بنسټ د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په توګه رسماً وټاکل شو او اوس مهال د کابل پوهنتون د مشرتابه د یوه مهم غړي په توګه په دغه علمي او اکاډمیک مرکز کې د ستراتیژیکو پلانونو د پلي کولو او اقتصادي او ټولنیزې پراختیا لپاره په پوره رښتینولۍ شپه او ورځ هڅې کوي.

دلته په تېرو څلورو میاشتو کې د نوموړي ځینې لاسته رواړنې په لاندې ډول دي

  • په پنځو څپرکیو او شپږو مادو کې د عادي او پراختیایي بودجې د لګښت او تدارکاتي چارو د طرزالعمل د مسودې طرحې جوړول؛
  • د فرعي ادارو د اړتیاوو د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د کابل پوهنتون  د عادي او پراختیایي بودجې ترتیبول؛
  • د ۱۱ میلیونونو افغانیو په ارزښت، د کابل پوهنتون د حفظ او مراقبت د پروژې پلي کېدل او پای ته رسول؛
د ۱.۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د لیلیې د ګوتې نښه Fingerprint)  )  د پروژې پلي کېدل؛
  • د نهه میلیونو افغانیو په ارزښت د ټولو فرعي ادارو لپاره د قرطاسیې رسولو قرارداد کول او ټولو ته یې توزیع کول؛
  • د ټولو پوهنځیو ریاستونو او فرعي ادارو ته د موبل او فرنیچر پېرېدل؛
  • د کابل پوهنتون شمالي او سوېلي دروازو لپاره د زرهي دروازو تدارک، چې اوس مهال یې کار روان دی؛
  • د نجونو او هلکانو په لیلیو کې د امنیتي کامرو فعالول؛
  • له ازادۍ رادیو سره د درې مخابراتي رویټرونه نصبولو د هوکړه لیک لاسلیک، چې د نجونو او هلکانو لیلیې او همدا راز مرکزي کتابتون بهله  Free Wi-Fi سره ونښلول شي؛
  • د اتو زرهي ټاورونو برابرول او تدارک، چې ورسره سم یې د کابل پوهنتون امنیتي منصوبینو ته د امنیت د تامین لا ښه امکاناتو برابرول؛
  • د پوهنتونو د چمنونو د خړوبولو په موخه د دوو واټر پمپونو فعالول؛
  • د پوهنتون د رهبرۍ شورا له پرېکړې سره سم، د ټولو ټولګیو او دفترونو په دروازو کې د ښېښو نصبول؛
  • د پوهنتون په کچه د کیفیت په موخه ۲۲ کمېټو تجهیز؛
  • د کیفیت لورولو آمریت جوړول او تجهیزول؛
  • د حقوقي مشاورې د مرکز تجهیز؛
  • د کابل پوهنتون د علمي شورا د تالار تجهیز؛
  • د کابل پوهنتون د ادیتوریم تجهیز؛