دکابل پوهنتون د اداری مرستیال پوهندوی محمد هادی هدایتی لنډه پیژندنه

phone:0772026246

Email:hdhedayati@gmail.com

پوهندوی محمد هادي هدایتي پر 1978 کال په کابل کې په يوه لوستې کورنۍ کې زوکړى دى. لومړنۍ زده کړې يې په عبدالعلي مستغني عالي لېسه کې ترسره کړې دي.

پر 1997 د کابل پوهنتون په سايسن پوهنځي کې شامل شو او پر 2000 ز کال له کمپيوټر ساينس پوهنځي نه فارغ شو. بيا د نورو زده کړو لپاره د سويلي افريقا په کيپ ښار کې ویسترن کیپ پوهنتون(University of Western Cape) ته لاړ او پر 2010 کال يې ترې ماستري راوړه.    

هېواد ته چې راغى، نو د کمپيوټر ساينس پوهنځي د Information Technology د څانګې اۤمر شو.

او اوس د کابل پوهنتون اداري مرستيال دى.

د پوهندوی هدایتي ډېرې ليکنې په ملي او نړيوالو مجلو کې خپرې شوې دي او په ملي او نړيوالو کنفرانسونو او سيمينارونو کې يې ګډون کړى دى. په کمپيوټر ساينس پوهنځي کې پر استادۍ سربېره  ښاغلى هدایتي د درسي کريکلم په پرمختيا او سمون او د ليکنو په ژباړه کې لوى لاس لرلى دى.

استاد هدایتي په پښتو، دري او انګليسي ښه برلاسى دى.

نوموړى د افغانستان د ساينس د مجازي کتابتون د پرمختيايي جرګه ګۍ يو مهم پاتې شوى.