دښاغلي پوهنیار حمیدالله فاروقی د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو کې د ولسمشر سلاکار وزیر بیوګرافی

ښاغلی استاد حميد الله فاروقي د ارواښاد حبيب الله فاروقي زوى دى چې په 1333 لمريز كال(۱۹۵۴ ميلادي كال)، په هرات ولايت كې په يوې ديندارې او روڼاندې كورنۍ كې سترګې نړۍ ته وغړولې. ښاغلي فاروقي خپلې لومړنۍ زده كړې د سيد جمال الدين افغان په ښونځي او ثانوي زده كړې د كابل ښار دحبيبيې په عالي ليسه كې بشپړې كړې. نوموړی په ۱۳۵۲ لمريز كال كې په کابل پوهنتون كې شامل او په ۱۳۵۵ لمريز كال كې له اقتصاد پوهنځی څخه د ليسانس په کچه فارغ شو. له لوړو زده كړو وروسته نوموړى د تعليمي مركزد غونډ د احتياطي ضابطانو په كورس كې شامل شو او شپږ مياشتې يې ترملی بيرغ لاندې خدمت تر سره كړ.
ښاغلي فاروقي په 1356 لمريز كال كې د پلان وزارت په بيلابيلو برخو كې خدمت وكړ خو پر افغانستان د سرو لښكرو تر يرغل وروسته ده له دولتي دندې ګوښه توب غوره كړ او سوداګري ته يې مخه كړه.
د سرو لښكرو پر خلاف د مبارزينو له دريځه تر ملاتړ وروسته ښاغلي فاروقي له هېواده كډه بار كړه او په پاكستان كې تر يوې مودې تم كېدنې وروسته امريكا ته ولاړ او هلته يې خپلو لوړو زدكړو ته دوام وركړ. نوموړي په ۱۹۹۵ كال كې د امريكا د متحده ايالتونو د نيويارك له دولتي پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه كې د ماستري ديپلوم تر لاسه كړ. نوموړي د هجرت په شپو کي هم د افغانانو د یووالي لپاره ټولنې رامنځته کړې او پر اقتصادي او سیاسي مسایلو یې په سلګونو مقالې لیکلي.
ښاغليفاروقي په ۲۰۰۱ زيږديز كال كې د بن له كنفرانس او په افغانستان كې د لنډ مهالې ادارې له جوړېدو وروسته هېواد ته را وګرځېد. نوموړی د كابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په علمي كدر كې شامل شو او له ۱۳۸۲ كال را په ديخوا د وطن بچیانو  ته د زده كړو له لاري د هېواد خدمت كوي. ښاغلي فاروقي په وروستيو كلونو كې د ښونې او روزنې، د سوداګريزو ټولنو او د خصوصي سكتورو په برخه کې د ټولنو په جوړولو، د خصوصي ښونځيو او خصوصي پوهنتونو په جوړولو، د فكري او علمي بنسټونو او ټولنو په جوړښتونو او د ولسي شوراګانو په جوړولو كې فعاليتونه كړي دي.
ښاغليفاروقي د هېواد او سيمې پر اقتصادي او سياسي مسايلو سلګونه علمي او تخصصي مقالې ليكلي او په كور دننه او بهر يې په نړيوالو كنفرانسونو، وركشاپونو، سمينارونو او سمپوزيمونو كې د مقالو په وړاندې كولو سره فعاله ونډه اخيستې ده.
نوموړي د سولې په ټولو جرګو او سترو ملي ناستو كې غړيتوب او مسوليت اخيستى، او په وروستيو كلونو كې د استادۍ د سپیڅلي دندې تر څنګ د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د نړيوالې خونې(AICC) د عامل پلاوي رياست، د افغان ملي بانك د مديره پلاوي رياست، د خانه نور د خصوصي ښونځي او پوهنتون د مديره پلاوي رياست، د لوګر د خلكو د سراسري منتخبې شورا رياست، د برښنا د فكري ټولنې رياست او په هېواد كې د ځينو نورو علمي او اقتصادي موسساتو د افتخاري مديره پلاوي غړيتوب تر لاسه كړى دى.
ښاغلیاستاد حميد الله فاروقي د ۱۳۸۷ لمريز كال د كب په مياشت كې د افغانستان د ملي شورا د ولسي جرګې تر تاييد وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ترانسپورت او ملكي هوايي چلند د وزير په توګه وټاكل شو.

ښاغلیاستاد حمیدالله فاروقي په خپل اخیرني مسوولیت کې چې د ملی دفاع وزارت د قراردادونه د څیړنیز پلاوي په راس کې وو، په پوره ایماندارۍ، صداقت او زړورتيا سره یې وشو کولای تر هغو د مفسدینو جېب ته تلونکي هغه سلګونه میلیونو ډالره را وګرځوي چې د هېواد د سرتېرو لپاره ځانګړې شوي وې. نوموړي همدا راز د افغانستان د  ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني د اعتماد څخه په استفادې د دولت د یو لړ اصلاحي برنامو مشر توب هم کړی چې له دې جملې څخه د هرات ولایت هر اړخیز اصلاحات په موخه د لوړپوړي هیات مشرتوب، د کابل بانک د قضیې د څیړلو، په سکتوري وزارتونو کې د سمون راوستلو، او نورو ملي او دولتی برنامو مشرتوب یادولای شو.

ښاغلي حميدالله فاروقي واده كړى او څلور اولادونه لري. دى پرپښتو، دري او انګليسي ژبو خبرې او ليكل کولای شي.

ښاغلی حمیدالله فاروقی د  ۱۳۹۵ د زمري د میاشتي په ۲۳ مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظوری سره د کابل پوهنتون رییس او په همدې نیټه د ولسمشر د یو بېل ځانګړي فرمان په اساس په لوړو زده کړو کې د ولسمشر سلاکار وزیر وټاکل شو.