اوسنی وضیعت

۱.د کابل پوهنتون فزیک پوهنځی اوس مهال د ۱۵ استادانو په لرلو سره د ۲۶۷ محصلینو په روزلو بوخت دی .چې له همدی جملی څخه یی ۱۰۸ انجونی دی.

۲.د فزیکی جوړښت له نظره ، دفزیک پوهنځی د څلورو تدریسی خونو،۸ خونی داستادانو دفترنو لپاره ،یو لوی اطاق ،پنځه لابراتوارونه او یو دمیخانیک شاپ درلودونکی ده. همدارنګه یو کتابتون چی ۲۵۰۰جلد کتابونه یواځی دفزیک په څانګه کی لری، او یو آدیتوریم چی سلګونه نفره ظرفیت لری د نوموړی پوهنځی دفزیکی جوړښت یوه برخه ده

دفزیک پوهنځی کتابتون په ډیر خراب حالت کی قرار لری چې کتابونه یی.......................

 

۳. دفزیک پوهنځی استراتیژیک پلان

د ساینس پوهنځی په تاسیس سره چی په ۱۳۲۱ کال کی منځ ته راغی د فزیک ځانګه هم د فزیک متخصصینو روزلو، اودهغه وخت د ثانوی دوری د ښوونکو روزل په موخه منځ ته راغله. چې په دی برخه کی یی خدمات ترسره کړیدی، اوس چې له هغه وخت څخه ۷۴ کاله تیریږی،دافغانستان اسلامی جمهوری دولت په مختلیفو ادارو او وزارت خانو کی د فزیک علم متخصصینو ته ورځ تر بلی زیاته اړتیا وینی نو د اوسنی وخت د اړتیاوو سره سم په ۱۳۹۳ کال د کابل پوهنتون په چوکاټ کی دفزیک پوهنځی  دهمدی ځانګی د علمی کادرونو د روزلو په موخه تاسیس او د ۱۳۹۵ کال د اسد په میاشت کی دهمدی پوهنځی د ریس په تقرر په عملی ډول په فعالیت پیل وکړ.او دهمدی پوهنځی په چوکاټ کی دری دیپارتمنتونه رامنځته شول.که د لوړوزدکړو وزارت دتحقیقی لابراتوارنو په اکمال او تجهیز او نورو درسی لوازمو که پاملرنه او لازمی مرستی وکړی او همدارنګه د دوکتورا په سویه  علمی کادر را جذب کړی نو مونږ په نظر کی لرو چی دماستری دوره په همدی پوهنځی کی رامنځته کړو.ترڅو وکولای شو چی دهیواد عملی کادر او نور علاقمندان وروزو، مونږ د معادن او پطرولیم محترم وزارت په همکاری  غواړو چی د فزیک پوهنځی د راډیو اکتیف موادو د پيژندلو او تشخیص کولو له لاری قیمتی ډبری او منرالونه د مالیی محترم وزارت د ګمرکونو په لابراتوارونو کی تحلیل او تجزیه کړو او د تجارتی مالونو په ځانګړی توګه نفتی موادو د کمی او کیفی تحلیل په برخه کی دهغوی د کثافت له مخی په یو عاید لرونکی بنسټ تبدیل شو.

ددغه پوهنځی استادان د معیارونو دڅیړلو او تطبیق کولو لپاره کوشش کوی ترڅو وکولای شی د نومړی کورس د درسی مفرداتو او کورس پالیسیو په تهیه کولو او همدارنګه دمختلفو مضامینو په تدریس کولو کی دمختلفو صوتی او تصویری وسایلو څخه کار واخلی . دلابراتوارونو ښه جوړښت،فزیک پوهنځی دکتابتون په علمی او فزیکی لحاظ غنی کول او معیاری کول ،د کتابونو او استادانو لکچر نوټونو نشرولو ته زیاته توجو ترڅو وکولای شو چی دمحصلینو مشکلات په همدی برخه کې حل او د تدریس شیوه بهتره شی. دفزیک پوهنځی اوس مهال یواځی یو تخنیکی اسیستانت لری ، چې هیڅ کله پنځو لابراتوارنو ته رسیدګی نشی کولای مونږ دغه موضوغ وڅیړله ترڅوددغه پوهنتون د بشری منابع څخه څلور نور تخنیکی بستونه په لاس راوړو اوپه همدغو بستونو وړ کسان وګمارل شی . دفزیک پوهنځی په نظر کی لری ترڅو د لابراتوارونو د اړتیا مطابق د اتوم فزیک لابراتوار او حرارت یا ترموډینامیک لابراتورنه رامنځ ته کړی ،د کمپیوتر لابراتوار یا کمپیوتر لب د فزیک پوهنځی په چوکاټ کی ، دفزیک پوهنځی لپاره د مجهز تعمیر جوړول، دعلمی کادر د غړو علمی او تحصیلی سویی لوړول د فزیک پوهنځی د ستراتیژیک پلان له جملی څخه دی.

 

 

 

۴. دفزیک پوهنځی درسی نصاب د کردیت په سیستم دی.

د استادانو وضیعت:

دفزیک په پوهنځی کی دم ګړۍ ۱۵ تنه استادان د وطن د بچیانو په روزولو بوخت دی. چې له جملی څخه یی ۱۰ تنه د ماستر په سطحه او ۵ تنه یی دلیسانس درجی لرونکی دی. داستادانو تقیسم بندی د علمی رتبی له مخی د لوړوزدکړو قانون مطابق په لاندی ډول دی.

پوهاند:  نارینه(۲) ښځینه(۰) مجموعه(۲)

پوهنوال: نارینه (۱) ، ښځینه(۱)، مجموعه(۲)

پوهندوی: نارینه (۰)، ښځینه(۰) ، مجموعه(۰)

پوهنمل: نارینه(۱) ،ښځینه(۱) ، مجموعه(۲)

پوهنیار: نارینه(۲) ، ښځینه(۲) ، مجموعه(۴)

پوهیالی: یارینه(۴) ، ښځینه(۰) ، مجموعه(۴)

دیادونی وړ دی چی دی همدی پوهنځی یو تن استاد د دوکتورا د لاسته راوړلو په موخه په جرمنی هیواد کی شفی او ورځی تیره وی چې په راتګ سره یی د نوموړی پوهنځی داستادانو شمیر ۱۵ کیږی.

د فارغ شویو محصلینو وضیعت:

د فزیک پوهنځی  دفارغ شویو زدکړیالانو وضیعت کولای شوو په دوه برخو کې مطالعه کړو.

الف- هغه چی وروسته له فراغت څخه یی په کار شروع کړیده.

ب ـ هغه چې د لوړو زدکړو حاصلو لپاره په زدکړو بوخت دی.

د لومړی(الف) برخی ټول اسناد او مدارک د مخکنی ساینس پوهنځی ، اوسنی کیمیا پوهنځی کی شتون لری چې دفزیک پوهنځی ته یی تر اوسه پوری احصایوی ارقام په واک کی نه دی ورکړل شوی.

د دوهمی(ب)  برخی په اړه هم تر اوسه د کیمیا پوهنځی لخوا دفزیک پوهنځی ته معلومات په واک کی نه دی ورکړل شوی.

 

دیپارتمنتونه:

په جلا ډول د هر دیپارتمنت عمومی پيژندنه: دفزیک پوهنځی د دریو دیپارتمنتونو لرونکی ده چی عبارت دی له نظری او عمومی فزیک دیپارتمنت، د هستوی او اتومی فزیک ديپارتمنت او الکترونیک دیپارتمنت ، چې تر اوسه فارغ ورکونکی نه دی او نه یی هم کوریکولیم جوړشوی.

  • د الکترونیک دیپارتمنت د استادانو شمیر(۵) ،چې آمر یی پوهاند احمدزی ، دهستوی فزیک دیپارتمنت د استادانو شمیر(۵) ،چې امر یی پوهاند علم خیل او د نظری او عمومی فزیک دیپارتمنت داستادانو شمیرهم (۵) دی چی آمر یی پوهنوال فریبا احدیار دی
  • دتاسیس کال:(۱۳۹۵)
  • فعالیتونه:لکه څرنګه چې فزیک پوهنځی د کابل پوهنتون په چوکاټ کی اوس په فعالیت پیل کړی تر اوسه پوری زدکړیالان په دریو دیپارتمنتونو نه دی ویشل شوی.
  • دزدکړیالانو شمیر: هلکان(۲۶۷) انجونی(۱۰۸) چې ټولګه یی (۳۷۵) تنه کیږی.