تاریخچه

دفزیک اوسنی پوهنځی په ۱۳۲۱ کال کې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځی په چوکاټ کې د ډیپارتمنت په ډول رامنځته او په کار پیل وکړ . دطبیعی علومو پوهنځی دتاسیس مفکوره هغه وخت منځته راغله چې د استادانو کمښت نظر د متوسطه مکتبونو اولیسو  زدکوونکو په زیاتوالی له یوطرفه محسوس کیده او له بل طرفه د طبیعی علومو په مختلیفو څانګو کی د متخصصینو کمښت نظر دصنایعوپه انکشاف او نسبی پرخوالی کې د پاملرنی وړ وګرځیده.نو د ساینس پوهنځی د همدغو اړتیا وو د رفع کولو په موخه دکابل پوهنتون د دریم پوهنځی په حیث چې د ساینس فاکولتی په نامه او وروسته د طبیعی علومو د پوهنځی نوم ورکړل شو رامنځته شو.

دلومړی ځل لپاره د ساینس پوهنځی ته ۲۱ تنه محصلین شامل شول چې د ریاضی، فزیک ،کیمیا او بیولوژی په څانګو کی یی زده کړی پیل کړی. د طبیعی علومو دمختلیفو څانګو متخصصین چې په هغه وخت کې په بیلابیلو وزارتونو کی په کار بوخت وو او یا هم په لوړو اداری پوسټونو، مختلیفو تعلیمی بنسټونو او دولتی موسسو کی یی دندی اجراکولی وهڅول شول، چې د تدریس مقدسه دنده په همدی پوهنځی کی ومنی، ترڅو د هغوی په همکاری پوهنځی په فعالیت شروع وکړی.

په هغه  وخت کې محصلینو د (ریاضی او فزیک) او (کیمیا او بیولوژی) په څانګو کې زدکړی ترسره کولی. په ۱۳۴۸ کال کې د نوموړی پوهنځی اکاډمیک جوړښت تغییر وکړ او پر بنسټ یی په تحصیلی نصاب کی اصلاحات رامنځته شول چې په پایله کې یی تحصیلی نصاب اختصاصی شکل غوره کړ او په جلا ډول د ریاضی،فزیک،کیمیا او بیولوژی څانګو د رامنځته کیدول سبب شو.

په کابل کې د کورنیو جګړو په جریان کې دساینس پوهنځی ټول دیپارتمنتونه او لابراتوارونه په مکمل شکل سره تخریب او دفزیک څانګی د ټولو لابراتوارونو وسایل له منځه لاړل؛ خو ولی وروسته دساینس پوهنځی ریاست په هڅه او د دوستو هیوادونوالمان او جاپان په مرسته د فزیک دیپارتمنت اوسنی فزیک پوهنځی ټول لابراتوارونه بیا ورغول شول چې اوس مهال محصلین پکی عملی کار او تجربی ترسره کوی. دفزیک پوهنځی اوسنی رهبری دهمدی لابراتوارونو د ښه والی او بهتروالی په موخه د ملی او بین المللی بنسټونو سره په اړیکه کی ده او دنویو او عصری لابراتواری وسایلو دلاسته راوړلو په پار نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کوی.

دفزیک پوهنځی د یو مستقل پوهنځی په حیث په ۱۳۹۳ کال کې د پخوانی ساینس پوهنځی د وړاندیز پر اساس او د اکاډمیکو چارودانسجام  ریاست او د وزارت دی رهبری شورای په تایید او دافغانستان اسلامی جمهوری ریاست مقام په منظوری د اکاډمیک شرایطو په پوره کیدو سره د پوهنځی په سطحه انکشاف وکړ او د ۱۳۹۵ کال د اسد ۳ تاریخ څخه راپه دی خوا دیو مستقل پوهنځی په صفت رسمآ په فعالیت پیل وکړ.نوموړی پوهنځی اوس مهال د دریو ډیپارتمنتونو درلودونکی ده چې عبارت دی له نظری او عمومی فزیک ډیپارتمنت،الکترونیک فزیک ډیپارتمنت او آتومی او هستوی فزیک ډیپارتمنت.

په نوموړیو دیپارتمنتونو کې د عمومی فزیک،میخانیک،برق او مقناطیس،ترمودینامیک،موجی اوپتیک،کلاسیک میخانیک،احصایوی فزیک،کوانت فزیک،آتوم فزیک،نیمه هادی الات،جامداتو فزیک،نسبیت تیوری،الکترومقناطیسی تیوری،ارتباطاتو الکترونیک او داسی نور مضامین تدریس کیږی.په نوموړو مضامینو برسیره پوهنتونی مضامین یا پوهنتون شموله مضامین هم د محصلینو لپاره تدریس کیږی.

دهمدی پوهنځی درسی نصاب د کریډیت سیستم مطابق ده چې ۵۰٪ تخصصی یا مسلکی مضامین ،۳۰٪ اساسی مضامین،۱۲٪ عمومی مضامین او ۸-۶٪ هم مونوګراف ته ځانګړی شوی ده

په فزیک پوهنځی کی درسونه په عملی او نظری ډول سره مخ په وړاندی روان دی چې اوس مهال دفزیک پوهنځی د پنځو فعالو لابراتوارونو درلودونکی دی چې عبارت دی له : میخانیک لابراتوار،برق لابراتوار،نورلابراتوار،الکترونیک لابراتوار او دهستی لابراتوار.

دپورتنیو مضامینو په زده کړی سره د فزیک پوهنځی فارغان کولای شی چې دافغانستان اسلامی جمهوری دولت په مختلیفو ادارو او بنسټونو کې کار وکړی لکه دپوهنی وزارت،دلوړو زدکړو وزارت،د اوبولږولو او بریښنا وزارت،د معادن او پطرولیم وزارت،دعامی روغتیا وزارت،دملی دفاع وزارت،د افغانستان علومو اکاډمی،دافغانستان اتومی انرژی اداره،بريښنا شرکت او داسی نور.