تاریخچه

اوسمهال د چاپیريال ستونزې دومره دپام وړ نه دي، په داسې حال کې چې د چاپیريال ستونزې نه يوازې دا چې ډېرې پراخه او سترې دي، بلکې دېرې ويروونکې هم دي. د دښتو پراخیدل، د ځنګلونو پرې کیدل، د ګلخانه ای ګازونو زیاتوالی، د اوزون پوړ سوري کیدل، د ځمکې ګرمیدل، د قطبي کنګلو ويلي کیدل، د نايابه ژوندبڼو له منځه تلل، د اوبو، خاورې او هوا ککړتيا او دې ته ورته نورې په سلګونو ستونزې چې دځمکې هر وګړی يې  اندېښمن کړی دی.

 

د طبيعي زېرمو او پانګې د خلاصون ستونزه هم د پام وړ ده. نړۍ په راتلونکي کې د خوږو اوبو او کرنيز ځمکو کموالی  او د فوسيلي سون توکو سوځونه ګواښي. د چاپېريالي ستونزو  او اقليمي بدلونو په پايله کې د طبيعي پېښود پېښېدو ډېروالی دی لکه؛ ځمکښوېدنه، دسيلابونه، وچکالي، د امراضو خپرېدل او نور ډول ډول افتونه دي. دغه راز زلزلې، سونامي او د ځنګل سوځېدنه هم له پخوا ډېر پېښېږي.

زموږ ګران هېواد افغانستان طبيعی منابعو د چاپېريالي ناخوالو او طبيعي پېښو  پر وړاندې بې وسه او بې دفاع هېواد دی.  د چاپېريال تخريب په افغانستان کې د څو لسيزو روان جنګ او د قانون د نه پلي کېدو له امله ډېر زيات دی. په دغو څو لسيزو کې زموږ هېواد د ارزښت لرونکو طبيعي زېرمو لکه څړځايونه، ځنګلونه او  وحشي ژوي په پراخه کچه زيانمنی شوي دي. د ځمکې لاندې اوبه په بې شانه ډول مصرفېږي او کرنيزې ځمکې د چټکې ښاري ودې له امله څو چنده له منځه تللي.

موږ ه هم د بهرني او دنني لاملونو  له امله د چاپېريال د ويجاړېدنې او طبيعي زېرمو د له منځه تللو  د ګواښ له مخې زيانمن يو، چې اغېزمن عوامل يې د اغېزمن او موثر مديريت نشتوالی،او په ټوله کې په دې اړه د عامه پوهاوی نشتوالی دی. خلک په دې اړه چې د طبيعي زېرمو او چاپېريال د ويجاړېدو اصلي لامل انسان دی کم فکر کوي او په دې اند دي، چې طبيعي زېرمی نه خلاصېږي او چاپېريال هم نه زيانمنېږي او ساتنې ته هېڅ اړتيا نه لري، نو ځکه خو هغوی آن د پستې د ځنګلونو په له منځه وړلو او د ماهيانو په بې شانه او ظالمانه ښکار کولو لکه  بم چولو او برېښنايي شارټ ورکولو هم صرفه نه کوی نظافت او پاکوالي ته چې قراني حکم دی هم د ناپامۍ له امله کمه توجه شوې. نو په دغه شان شرايطو کې د چاپېريال ساتنې پوهنځي جوړېدل يو اړين او بنسټيز ګام ګڼل کېږي.

د افغانستان دولت د چاپېريالي ستونزو  د اهميت له مخې د چاپېريال ساتنې ملي اداره جوړه کړه،  که دغه اداره د چاپېريال د پاليسۍ په پلي کېدو باندې پيل وکړی، خو د دغې ادارې د جوړېدو سره سره د کارپوهو کادرونو نشتوالی تر سترګو کېږي،چې چاپېريالي پاليسۍ پلې او  په دې اړه د عامه پوهاوی دلوړیدو په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته شي. نو په څرګنده توګه بريښي چې د چاپېريال ساتنې پوهنځی جوړه شي. خو ددغه پوهنځي جوړېدل پر هغه څانګې پورې اړه لري، چې په دغه برخه کې یی تدريس کاوه. که څه هم د طبيعی منابعو او چاپېريال  تدريس په کرنې پوهنځي کې له پخوا راهيسې د مضمون په کچه ترسره کېده.  دغه راز په طبي پوهنتون کې هم چاپېريال د يو مضمون په توګه په تحصيلي نصاب کې شامل وو. خو د چاپېريال ساتنی د څانګې ( ډيپارټمنټ) په کچه د کابل پوهنتون په ځمکپوهنې او د پولي تخنيک پوهنتون په انجنيري پوهنځي کې له څو کلونو راهيسې پيل شوی دی

په دې برخه کې  متخصص او کارپوه علمي کدرونه په پوهنځيو اود لوړو زده کړو په موسسو کې د ګوتو په شمېر موجود دي، د دغې څانګې لپاره تحصيلي نصاب هم پرمختګ کړی دی او زده کړنيز مواد ورته برابر شوي دي، په دې اړه ځينې مجلې او خپرونې هم شته. نو دغه ټول شرايط د چاپېريال ساتنې پوهنځي د ايجاد لپاره وړ شرايط برابروي چې په دې برخه کې  د پرمختګونو  ګواهي کوي.