موخې

عمومي موخې:

د چاپېريال ساتنې پوهنځي د ايجاد عمومي موخه د چاپېريال ساتنه، طبيعي زېرمو  او د پېښو  د ادارې په برخه کې د کارپوه علمي کدرونو د تشې ډکول دي. چې دوه سترو دندو ته بايد پام وکړي. يو د چاپېريال اغېزمن مديريت، د طبيعي زېرمو مديريت او د پېښو مديريت او بل په دې برخه کې د عامه پوهاوي کچې لوړول دي ، چې د ټولنې هر غړی بايد د چاپېريال او طبيعي زېرمو په ساتونکي بدل  شي. چې د هغوی د ونډې پر مټ به دغه ناورين ته د پاي ټکي کېښودل شي. بايد د چاپېريال او طبيعي زېرمو  ويجاړېدل نور ودرېږي اود هغوی د ژغورنې لپاره ورته ګامونه پورته شي. هېڅوک او هېڅ نسل ددې حق نه لري، چې د راتلونکو نسلونو ګټې او اړتياوې له پامه وغورځوي، ځکه چې چاپېريال او طبيعي زېرمې په راتلونکو نسلونو پورې هم اړه لري، نو د چاپېريال ويجاړول د راتلونکو نسلونو د اړتياوو  پر وړاندې پر بې پروايۍ دلالت کوي.

تحصيلي موخې:

د چاپېريال ساتنې پوهنځی به داسې کدرونه ټولنې ته وړاندې کړي، چې د چاپېريال، طبيعي زېرمو او طبعي پېښو  د اداره کولو وړتيابه ولري. په پايله کې د چاپېريال د ويجاړېدو د کمولو او بالاخره د ودرولو او د طبيعي زېرمو له منځه تلل به تنظيم او د هغوی په بيارغونه کې به وړ ګامونه پورته کړي.  نو په دې توګه د دغې پوهنځي د فارغانو مهاروتونه، سلوک او  پوهه به په لاندې برخو کې زياته شي:

·        پر اساسي علومو باندې پوهېدل، چې د چاپېريال او طبيعي زېرمو د ساتنې او طبيعي پېښو د ادارې لپاره لومړنۍ اړتيا ده.

·        په کمپيوټر او انګليسي ژبه باندې په پوره توګه لاسبری

·        د چاپېريال پر بنسټونو، ايکولوژي، حفظ الصحه، ککړتيا او د فاضله موادو پر اداره باندې پوهېدل.

·        د چاپېريال په اړه پر پاليسيو او نړيوالو تړونونو باندې پوهېده.

·        د چاپېريالی اغېزو او اقليمي بدلونونو په اړه پوهه.

·        د طبيعي زېرمو د ساتنې، اړتياو او د ژوندبڼو ( تنوع حيات)، وحشي ژوو، ځنګلونو، ځمکې لاندې اوبو، او څړځايونو د ويجاړېدو د مخنيوي پر لارو چارو پوهه.

·        د طبيعي پېښو  لکه وچکالي، سيلابونو، زلزلو  او برف کوچونو د پاليسيو په اړه پوهه.

·         د جغرافيايي معلوماتي سيستم (GIS)او ريموټ سينسينګ(Remote Sensing) دسیستمونوسره بلدتیا او د هغو د کاروونې  وړتيا، احصاييه، او په مسکلي بڼه پر راپور ليکنه بلدېدل.

·        د چاپېريالي انجنيرۍ پوهه.

·        له طبيعي زېرمو څخه په اغېزمنه توګه ګټنه ( استفاده) او د طبيعي زېرمو په اقتصاد پوهېدل.

·        د پېښو د مديريت په اړه په هر اړخېزه توګه پوهېدنه او په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی او د هغوی د فعال ګډون لارې چارې زده کول.