د کابل پوهنتون د چاپیریال ساتنې د پوهنځي د رئیس ښاغلي نور احمد آخندزاده ژوند لیک (بیوګرافی)

بر يښنالیک     : noorahmad.akhundzadah@gmail.com

د تیلفون شميره : ۰۷۰۷۰۸۳۳۹

ښاغلی پوهندوی دوکتور نور احمد آخندزاده د عبدالآحمد زوی د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې په ۲۵ / ۰۹/ ۱۳۵۷ ه ش نېټه زیږیدلی دی. د لمړنیو زده کړو دوره یې له لمړي ټولګي نه تر اتم ټولګي پورې په لوګر کې د ابوذر غفاری په مکتب کې له ۱۳۶۶ تر ۱۳۷۱ کال پورې بشپړه کړې ده، له نهم نه تر یوولسم ټولګي پوری زده کړې یې د غازي امین الله په لیسه کې له ۱۳۷۲ تر ۱۳۷۴ پورې بشپړې کړې دي او په ۱۳۷۵ کال کې د I.R.C. د ساینس عالی لیسی له دولسم ټولګي څخه فارغ شوی دی. وروسته په کال ۱۳۷۸ کې د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځي په جیولوجي څانګه کې شامل شو او په کال ۱۳۸۱ کې تری فارغ شو.

ښاغلی ډاکټر آخندزاده په کال ۱۳۸۲کې د ماسترۍ د تر لاسه کولو لپاره د جاپان شاهي دولت ته ولیږل شو. او په کال ۱۳۸۵ کي یې د ماسترۍ دوره د توکیو د زراعت او تکنالوجۍ پوهنتون د هایدرولوجي او زراعت په برخه کي بشپړه کړه. همدغه راز له کال ۱۳۸۵ نه تر ۱۳۸۸ پوری په نوموړي پوهنتون د ډاکټرۍ دوره د جیوتخنیک د هایدروجیولوجی په برخه کې بشپړه کړه. له ۱۳۸۸ نه تر۱۳۸۹م پورې د یوه کال په اوږدو کې د توکیو د زراعت او تکنالوجی پوهنتون کې د ځمکې لاندې اوبو د زیرمو د څیړنې په برخه کې له ډاکټرۍ نه لوړې څیړنی وکړې. له ۱۳۸۹ نه تر ۱۳۹۱ کاله پورې په جاپان کې په یوه انجنیري مشورتي شرکت کي د اوبو د زېرمو د څیړنې او د ښاری اوبو د رسولو په برخه کې په منګولیا او افغانستان کې دنده ترسره کړي ده.

په ۱۳۹۱ کال کې بیرته خپل ګران هیواد افغانستان ته راستون شو، او بیا يې د ځمکپوهنی پوهنځي د چاپیریال ساتنې او د پیښو د مدیریت څانګې د تدریسی غړي په توګه په کار پیل وکړ. په ۱۳۹۲ کال کې چې کله په کابل پوهنتون کې د چاپیریال ساتنې پوهنځی جوړ شو، ښاغلي استاد آخندزاده د نوموړي نوي تشکیل شوي پوهنځي د رئیس په توګه و ټاکل شو، او تر اوسه پورې د چاپېریال ساتنې پوهنځي د رئیس په توګه دنده ترسره کوي. له همدې مودې تر اوسه پور د کابل پوهنتون علمي شورا، ترفیعاتو، تقرر، د پوهنتون د علمي مجلي او داسی نورو کمیټو غړی دی. همدغه راز د چاپیریال ساتني ملی اداری او اوبو او بریښنا وزارت په ډیرو تخنیکي کمیټو کي غړیتوب لرې.

پوهندوی ډاکټر نوراحمد آخندزاده له رسمی وخت نه وروسته په نړيوال بانک، د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروګرام او د اوبو او بریښنا وزارت کي د مشاور په توګه کار کړی دی. ښاعلی استاد آخندزاده د علمی او اداری دندو په څنګ کې د اوبو، د اقلیم بدلون، انرژی، تطبیقی هایدرولوجی او د چاپیریالی جیولوجی په برخه کې یی ډیري علمی څیړني کړی او په ملی او بین المللی ژرونالونو کې نشر شوی دي. ښاعلی استاد آخندزاده د خپل کار په بهیر کي ډیرو نړیوالو او سیمه ایزو، بهرنيو پوهنتونونو او د ملګرو ملتونو په علمي کنفرانسونو، ورکشاپونو او غونډو کې ګډون کړی او علمي مقالې یې اورولي دي. نوموړی د هیواد په ملی ژبو (پښتو او دری) او د بهرنیو ژبو له ډلې څخه په انګلیسي پوره تسلط لري او په جاپاني ژبه هم ښه پوهیږی.