د بیولوژي پوهنځي د رییس پیغام!

بیولوژي پوهنځی په کابل پوهنتون کې د نویو جوړو شویو پوهنځیو له ډلې دی، چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې یې پر فعالیت پیل کړی دی. یاد پوهنځی د هېواد په کچه د بیولوژی هغه پوهنځی دی، چې له دوو ډیپارټمنټونو(بوتاني او زلوژي) څخه محصلین د لېسانس په کچه فارغوي. د یادولو ده چې د یاد پوهنځي رهبري هڅه کوي چې درېیم ډیپارټمنټ (بیوټکنالوژي) هم ډېر ژر د دغه پوهنځي په چوکاټ کې ور زیات کړی.

د بیولوژي په پوهنځي کې د بیولوژي د علم اساسات، چې له اناټومي، فزیولوژي، مورفولوژي، تنوع حیات، د حیواناتو او نباتاتو دندې او تکامل او دې ته ورته نور اساسات تدریسیږي. همدې ټکو په کتو دغه پوهنځی د ځوان نسل په روزنه کې خپله فعاله ونډه اخلي.

دغه پوهنځی هڅه کوي چې د باکیفیته زده کړو پر مټ ځوانان ټولنې ته د مسلکي ښوونکو، د بیولوژي د علم متخصصینو، ساینس پوهانو، مدیرانو او په ټوله کې د مسلکي کار کوونکو په توګه وړاندې کړي.

بیولوژی پوهنځی په کلني ډول له ۱۰۰ تر ۱۲۰ پورې نوي محصلین جذبوي او هڅه کوي، څو په راتلونکي کې دغه کچه نوره هم لوړه کړي. خوشاله یم چې د امکاناتو له نشتون او محدویتونو سره سره بیا هم د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې ګڼې لاسته راوړنې او پرمختګونه لرو. هیله لرم چې د بیولوژي پوهنځی د ټولو استادانو او کارکوونکو په هلو ځلو خپلو عالي او اکاډمیکو موخو ته ورسېږي.

د بیولوژي اوسنی پوهنځی د یوه ډیپارټمنټ په توګه په ۱۳۲۱ هـ ش کال کې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي په چوکاټ تاسیس او پر فعالیت یې پيل وکړ. د طبیعي علومو په توګه یې هغه وخت د جوړېدو مفکوره ځکه رامنځ ته شوه، چې د کابل پر مرکزي پوهنتون سربېره د هېواد په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د طبیعي علومو د متخصصینو او استادانو کمښت احساس شو، نو پورتینو اړتیاوو ته په کتو دغه درېیم پوهنځی و چې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د ساینس د پوهنځي په نامه رامنځته شو او وروسته د طبیعي علومو په نامه ونومول شو.

له تاسیس وروسته په لومړي ځل ساینس پوهنځي په خپلو فعالو څانګو(ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي) کې ۲۱ محصلین جذب کړل. د طبیعي علومو متخصصین، چې هغه وخت په بېلابېلو وزارتونو کې پر دندو بوخت وو او په دولتي ادارو کې یې په لوړو بستونو کار کاوه، دې ته وهڅول شول چې د یاد پوهنځي په پورته ذکر شویو څانګو کې د تدریس چارې پرغاړه واخلي.

محصلینو هغه وخت په (کیمیا او بیولوژي) او (ریاضي او فزیک) څانګو کې زده کړې کولې. په ۱۳۸۴هـ ش کال کې د پوهنځي اکاډمیک جوړښټ بدلون وکړ او پر اساس یې د پوهنځي په تحصیلي نصاب کې هم بدلون او اصلاحات راغلل او څانګې یو څه اختصاصي شوې، داسې چې د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژی بېلې بېلې څانګې جوړې شوې.

په کابل کې د کورنیو جګو پرمهال د کابل پوهنتون د نورو پوهنځيو په ګډون د ساینس پوهنځی او ورسره لابراتوارونه یې ونړېدل او له منځه ولاړل، خو له نېکه مرغه د لوړو زده کړو وزارت، ساینس پوهنځي د رهبرۍ، کابل پوهنتون ریاست او د نړیوال بانک په مرسته د بیولوژي پوهنځي ودانۍ ورغول شوه. د دې ترڅنګ یوه برخه لابراتوارونه دومره جوړ شول، چې لږترلږه محصلین پکې لومړنۍ ساینسي تجربې وکړي. دغه لابراتوارونه اوس هم پوره هغه توکي او وسایل نه لري، چې د تجربو پرمهال ورته اړتیا لیدل کېږي، خو د پوهنځي رهبري هڅه کوي تر یوې کچې پورې دغه ستونزې حل کړي.

په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د ساینس پوهنځي په غوښتنه، د اکاډمیکو چارو د انسجام ریاست په تایید، د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا، د ولسمشرۍ ماڼۍ په منظورۍ او د ټولو اکاډمیکو معیارونو له پوره کولو وروسته په ۱۳۹۵ لمریز کال کې رسماً بیولوژي د یوه مستقل پوهنځي په توګه پر فعالیت پیل وکړ. دغه پوهنځی اوسمهال دوه ډیپارټمنټونه هریو بوتاني(نبات پېژندنه) او زولوژي (حیوان پېژندنه) لري. په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د بیوټکنالوژي په نوم یو بل ډیپارټمنټ هم د دغه پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شي.