اوسنی حالت

بيولوژي پوهنځی په کابل کې د ساینسي پوهنځیو په برخه کې یو مهم علمي او روزنیز مرکز دی. یاد پوهنځی د متخصصینو او څېړونکو د روزنې، د لوړو زده کړو د موسساتو د اړتیاوو پوره کولو او د هېواد د صنعت په برخه کې فعالیت کوي.

د دغه پوهنځي تدریسي مفردات د هند د ډیلي پوهنتون د زولوژي او بوتاني پوهنځي له مفرداتو سره مطابقت لري، چې په ۲۰۰۸ ز کال کې د هندي پروفیسرانو لخوا ترتیب شوي دي، نو ویلای شو چې ټول تدریسي مفردات یې د نړۍ د معیاري پوهنتونونو سره یو شان دي.

بیولوژي پوهنځی له تاسیس وروسته په درسي، عملي او مسلکي چارو کې ځینې پرمختګونه شوي، خو بیا هم په هېواد کې ځينې ناخوالې لکه څلور لسیزې جګړه او ځینې نورې ستونزې وې چې د بیولوژي پوهنځي د پرمختګ مخه یې ډب کړې وه، خو په ۱۳۸۱ ز کال کې د بیولوژي د پوهنځي د نصاب د غني او پر خپلو پښو درولو لپاره بیا هڅې پیل شوې. د پوهنځي رهبرۍ او د استادانو د هڅو په برکت په نصاب کې د پخوانیو موضوعاتو پرځای نوي موضوعات او محتوا ځای پرځای شول. د ځينو تشو د ډکولو او د ستونزو د حل په موخه یې په نصاب له سره کتنه وکړه چې په دې سره یې د محصلینو د سطحې د لوړولو لپاره یې اوسني وخت ته په کتو، د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق نصاب جوړ او ترتیب کړ.

بیولوژي پوهنځی شپږ لابراتوارونه لري چې عبارت دي له (انتومولوژي لابراتوار، پرازیتولوژي لابراتوار، جنتیک لابراتوار، حیواني فزیولوژي لابراتوار، نباتي قزیولوژي لابراتوار او سیستماتیک نباتي لابراتوار) څخه. یاد لابراتوارونه د عملي کارونو وړتیا لري. همدا راز د بیولوژي پوهنځی یو کتابتون لري چې ۲۰۰۰ جلده کتابونه پکې دي چې دمګړۍ محصلین او استادان ترې استفاده کوي.