له ټولنې سره اړیکه

 

پوهنتونونه د ټولنې په تدریس، تحقیق، ښوونې او روزنې او ټکنالوژۍ کې د رهبرۍ رول ترسره کوي. پوهنتونونه د تدریس تر څنګ مسلکي روزنیز پروګرامونه هم جوړوي. په دې توګه غواړي چې په بېلو برخو کې اشخاصو ته مسلکي روزنه ورکړي او د دوی ظرفیتونه لوړ کړي. پوهنتونونه د ټولنې په بدلون، پراختیا او پرمختګ کې مهم رول لوبوي. افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې د لوړو زده کړو لپاره زرګونه ځوانان لري. ورځ تر بلې دا شمېره ډېرېږي او ډېر خلک غواړي لوړې زده کړې وکړي. د افغانستان د نفوس ډېره برخه ځوانان تشکیلوي. د هغو زده کوونکو شمېر هم مخ پر زیاتېدو دی، چې زده کړې کوي او له ښوونځیو فارغېږي. دا چې ډېری افغانان په ښوونځیو کې زده کړې کوي، دوی هڅه کوي چې د دندو او کار لپاره خپل مهارتونه لوړ کړي. د دې تر څنګ کتابتونو، درسي کتابونو، روزنیزې فضا، د ښوونکو تربیې، په تېره بیا د ساینس ښوونکو ته د خلاقانه زده کړو په برابرولو کې اړتیا ډېره شوې ده. موږ اړ یو چې د کار اړتیا او د ټولنې تقاضا پوره کړو او خلک له کاري ځواک سره د یو ځای کېدو په موخه تیاروو.

د زده کړو په برخه کې د نجونو کم رنګه ګډون د دې سبب شوی، چې ښځینه ښوونکې لږ شي او په ښوونځیو کې، په تېره بیا په کلیوالو ښوونځیو کې ښځینه ښوونکې کمې دي. په بنسټیزه توګه غواړو چې د ښځینه زده کوونکو کمبود رفع شي.