د پوهنځی رییس ژوند لیک

Kaihana_2004@yahoo.com

۰۷۰۰۰۶۲۳۹۶

آغلې پوهاند کیهانه صاحب زاده تایب  په کال  ۶/۲/۱۳۵۰ په  کندهار ولایت کې زیږدلې ده.خپلې لومړنۍ او منځینۍ زده کړې یې د کابل په سیدال ناصری ښوونځی کې له ۱۳۵۶ تر ۱۳۶۳ کال پوری پشپړې کړی او عالي دوره یی د مریم په عالی لیسه کې له ۱۳۶۴تر ۱۳۶۷ کال پوری پشپړی کړي دي. وروسته په کال ۱۳۶۸ کی د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځی د بیولوژی څانګه کې شامله شوه په ۱۳۷۴ کې تری فارغه شوې ده او په کال ۱۳۷۴ کی د استاذی په سپېڅلې دنده وګمارل شوه.

پوهاند تایب په کال ۱۳۸۴ کې د ماستری د ترلاسه کولو لپاره د جاپان هیواد ته ولیږل شوه او په کال ۱۳۸۷ کې د ماستری دوره په Ochanomezu پوهنتون کې پشپړه کړه.او د ۱۳۹۶کال د سلواغې په میاشت کې د کابل پوهنتون د بیولوژي پوهنځی د رییسې په توګه وګمارل شوه.