د مخابراتی او معلوماتی تکنالوژی انستیتوت

د مخابراتی او معلوماتی تکنالوژی انستیتوت  د ودانۍ انځور

 

موږ د معلوماتو او ارتباطاتو په عصر کې  ژوند کوو . هغه زمانه چې ډیر معلومات چې د فکر کولو وړ وي زموږ په واک کې راکوي . هغه معلومات چې یوه لسیزه پخوا غیرممکن شمیرل کیده .  او س ډیر ښه لاس رسی د ډیرو ښو لاسته راوړنو لپاره آماده شوې ده  .  دغه ټوله د ساینس ٬ تکنا لوژی  ریاضی د   ښوبینادیونو مرهون دي  مثبتې پراختیاوې پرته له ستونزو څخه نه دي . چې اکثرا بی سرحد دي .    د  هغه ستونزو او براپلومونو حلولو چې بشری ټولنه   ورسره مخامخ ده . هر یوه په هره دقیقه کې په سلوګونو قربانیور په برخه کیږي .  په واقعیت کې د ښونې اوروزنې د رول په پام کې نلرلو ممکن نه دي . د مخابراتی او معلوماتی تکنالوژی انستیتوت  د متعهدو او ځان ښیندونکې استادانو او د لوړو خدمتونو  په حمایې سره هڅه کوي تر څو په هره برخه کې ممکنه اړتیاوې پوره کړي . اوپه صنعتی سکتورنو او په مخابراتی او معلوماتی تکنالوژی او ما رکیتونو کې د غوښتونو به پوره کولو کې مهم رول لري.

اود تجربه لرونکی او لایق  فارغ التحصیلانو روزنه ترڅوچې  د یو مسلکی او متخصص په  توګه کار وکړی . موږ ډیره هڅه کوو تر څو چې ددې هیواد په پرمختګ و پراختیا کې مثبت برخه ولرو . 

د مخابراتی او معلوماتی تکنالوژی انستیتوت  (ICTI)  تر اوسه په دې بریالی شوی دی ترڅو چې خپل دوه دورې فارغان د ICT د انجینرانو په توګه خپل ټولنې وړاندې کړې چې په لومړي دوره کې د ۳۴ تنه او په دویمه دوره کې ۶۲ تنه احتواد مو نمود  .  زموږ لومړنۍ لاسته راوړنې دا ښیې چې دې ټول پرته له کومې فاصلې او ورسته له فراغت څخه په مخابراتی شرکتونو او موسسو کې ٬ دولتی او غیر دولتی ادارو کې جذبیږي . سر بیره په دي لږ شمیر په دې توانیدلې دي  په خپله د تخصصی شغل مبتکر ووسی او دیو کوچینې ادارې وسیله وګرځیږي .  

په اوس مهال کې د انستیتوت علمی فعالیتونه په پنځوڅانګو کې لکه د ساینس ٬الکترونیس ٬ ژبه ٬ کمیونیکشین ٬ د معلوماتی تکنالوژی  (IT)  پورې   محدودیږي   درې یاد شوې څانګې د حمایوی اواساسی څانګو او دوه نورې د تخصصی څانګې په توګه عمل کوي . دغه انستیوت په اوس مهال کې د ۲۳۵ تنه محصلین لري چې   شل تنه استادانو له خوا تدریس کیږي    . د یادونې وړ ده  چې دغه انستیتوت د مجهزو لابراتوارونو لکه انالوګ لابراتوار٬ د سرکت دیجیتل ٬ مایکروکنترولر او مایکروپرسسر او د انرژی سیستم لابراتوار  ٬ د نوری کیبل لابراتوار ٬ د کمیونیکشین لابراتوار ٬ وایرلس٬   د سویچینګ ا و PBAX، لابراتوار د  آنتن لابراتوار  ،  د ژبې لابراتوار او د IT   لابراتوار درلودنکې دي چې د عملی او تطبیقی کارونو زمینې  نظری درسونو لپاره آماده کوي، او په همدې ډول دغه انستیتوت د ۲۴ انترنیت او یو کتابتون درلودنکی دي چې یوه ښه اکادمیکه منبع شمیرل کیږي   

د انستیتوت ریسان د تاسیس له وخته تر اوس مهال پورې

ښاغلی انجنیر غلام غوث ، ښاغلی انجنیر امیرزی سنگین، انجنیر نور احمد بهرام ، انجنیر محمد جلال زی، انجنیر محمد خان سنگین، خلیل الله کوهستانی، جمعه گل کریمی، عتیق الله ، مرحوم امیر بیگ جوان،  گل آقا خان، عبدالغفور ،سید مصطفی، مرحوم انجنیرعنایت الله، عبدالباری، عبدالله عابد، ښاغلی عبدالرحمن نثار ، ښاغلی انجنیرعبدلوکیل شیرگل ، ښاغلی انجنیرعبدالرحمن صدری او پوهنوال انجنیر محمد شفیع شریفی.