اوسنی حالت

د نويو شرايطو په راتګ او په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې په فعال شتون دا پوهنځى بيا مټې رانغښتې او د بيارغونې هڅې يې پيل کړې دي چې په دې هڅو کې د USAID/USDA په مالي مرسته د وترنرۍ پوهنځي ودانۍ بيا رغیدلې ده. اوس دا وداني د اوبرسونې په هر ډول وسايلو او تجهيزاتو، برېښنا او انټرنيټي خدمتونو سمباله ده .درسی ټولګی په مجهزو وسایلو اودرسی موادو لکه پروجکتور،نمایشی پردی،خطابی میزاو ستیژباندی مجهز شوی دی.

اوهمدارنګه ټول درسی  ټولګی پردی هم لری.   

دوترنری پوهنځی ددرسی ټولګیو انځور

په دې دومره وخت کې تر 15 زيات ځوان استادان جاپان، اردن، امریکا او هندستان ته د ماسترۍ او دوکتورا لپاره استول شوي چې 4و کسو پکې په جاپان کې د دوکتورا او 5و نورو په اردن، هندوستان او د امريکا متحده ايالاتو کې د ماسترۍ تر اخيستو وروسته هېواد ته راګرځېدلي او په وترنرۍ پوهنځي کې فعاليت کوي. همدا راز د معلوماتو د نويوالي او د وړتيا د زياتوالي لپاره څه استادان په لږمهالو کورسونو بېلابېلو هېوادو ته تللي دي. پر دې سربېره په کلينکي مضامينو کې د مرستې لپاره له دغه پوهنځي سره بهرنيو استادانو هم مرسته کړې ده او په کرنې پوهنځي کې يې وترنرۍ او کرنې پوهنځي ته د پسونو يو وړوکى فارم هم جوړ کړي دى. د پوهنځي د ويرولوژۍ لابراتوار به هم څه وخت وروسته د نړيوال بانک چې په کابل پوهنتون کې فعاليت کوي په مرسته جوړ شي. پر دې سربیره د دې پوهنځي د ټولو لابراتوارونو د بيارغونې کارونه پيل شوي دي.

د پوهنځي د استادانو شمیر 38کسو تھ رسېږي چې 34 پکې نارينه او 4 پکې ښځمنې دي. په شمېره کې هغه 7 کسه هم راځي چې په بهر کې د دوکتورا او ماسترۍ په زده کړو بوخت دي.

نوي شاملان پکې د افغانستان د لوړو زده کړو په موسسو کې د شموليت د ازموينې له لارې شاملېږي. په وترنري پوهنځي کې زده کړې په پښتو او دري دي او 10 سمستره نغاړي. په دغه پوهنځي کې د درس تر پيلولو مخکې له پوهنځي او پوهنتون سره د اشنايۍ لپاره محصلانو ته ښوونه هم کېږي. د دې پوهنځي په لومړي ټولګي کې محصلان د رياضي، فزيک، کيميا، بيولوژي او انګليسي زده کړې کوي چې تدريس يې د پوهنتون د نورو پوهنځيو د استادانو په غاړه دى.

د محصلانو مسلکي درسونه په دويم ټولګي کې پيلېږي. په دې ټولګي کې محصلان د وترنرۍ د اناتومۍ، بیوشیمي، فیزیولوژي، ایکولوژي او د وترنرۍ هستولوژ غوندې مضامين لولي. په درېيم ټولګي کې نور مسلکي مضامين لکه د څارو تغذیه، ویرولوژي، حيواني حفظ الصحه ، د څارو ساتنه او نور محصلان لولي. د وترنرۍ کلينکي درسونه په څلورم ټولګي کې پيل او د پنځم تر پاى روان وي. په څلورم ټولګي کې د دې پوهنځي محصلان د اپیدمیولوژي، ساري ناروغۍ، فارمکولوژي، کلينکي تشخیص، د وترنرۍ داخله ناروغۍ او د څېړنې د اصولو او د يوې علمي رسالې د ليکنې، لکه مونوګراف لارې چارې لولي. دغه مضامين د ځينو نورو مضاميڼو په ګډون تر پاى محصلانو ته لوستل کېږي. شاگردان د لسم سمستر په پاى کې له خپل مونوګرافه چې پر ساحوي څېړنو ولاړ وي، د ژووري پلاوي، استادانو، محصلانو او نورو مينه والو په وړاندې دفاع کوي او د وترنري طب د ډاکټر (DVM) چې له لیسانس (BSc) سره برابر دى، سند اخلي. د يادونې ده چې د پوهنځي پر کريکولوم غور روان دى چې سږکال به بشپړ شي.

د وترنرۍ پوهنځي د محصلانو شمېر 296 کسه دي چې 268 پکې هلکان او 38 يې نجونې دي. دې پوهنځي لومړۍ دوره محصلان په 1357 کې فارغ کړل. وترنرۍ پوهنځي تراوسه د وترنرۍ 884 ډاکټران روزلي چې97 کسه پکې نجونه دي. د يادونې ده چې د ده پوهنځي څه ډاکټران په پرمختلليو هېوادو کې کار کوي. د دې پوهنځي فارغان په کرنې وزارت، ښاروالۍ، د عامې روغتيا او سوداګرۍ وزارت، د وترنرۍ نادولتي موسسو، د کرنې او غذايي نړيوالې ټولنې (FAO) او خصوصي سکتور کې کار کولى شي. همدا راز ځينو پکې د څارويو کلينکونه او درملتونونه جوړ کړي دي چې اقتصاد يې ورسره ښه شوي او ټولنې ته خدمت کوي.