تاریخچه

وترنرۍ پوهنځى- چې د کابل پوهنتون مهم پوهنځى دى- د 1352 لمريز کال په کب کې چې د 1974 زېږدي کال له فرورۍ سره برابر دى د هغه مهال د ولسمشر د 12/12/1352 نيټې د 846 د فرمان له مخې په کابل پوهنتون کې جوړ شو.

د دې پوهنځي مسوولينو د خپل پوهنځي د پرمختيا لپاره د مالي سرچينو د پيدا کولو په موخه همیشه هلې ځلې کړې دی چی په دی برخه کی د ارواښاد پوهاند دوکتور فقیرمحمد زمری ددی پوهنځی دلومړنی بنسټ ایښودونکی په حیث دستاینی وړ ده او د همدې هلو ځلو په برکت دې پوهنځي او کابل پوهنتون د UNDP/FAO  د مرستې تړون ترلاسه کړي دی. د FAO، په مالي مرسته په شاوخوا 15و کلو کې وترنرۍ پوهنځى د کابل پوهنتون په مجهزترينو پوهنځيو اوښتى او د همدې پروژې په مالي مرسته يې 22 مجهز لابراتوارونه، تدريسي کلينک او د څارو فارم جوړ کړي دي. پر دې سربېره يې په دغه پروژه کې بېلابېلو هېوادو ته د ماسترۍ او دوکتورا لپاره استادان ليږلي، خو د تپليو جګړو له لاسه يې ډېرې لاسته راوړنې له لاسه ورکړې دي.

زمونږه په اړه

دوترنری پوهنځی دکابل پوهنتون دمهمو پوهنځیو څخه دی دوترنری مسلک سربیره څارویو روغتیا دعامه صحت له لحاظه هم مهمه او ارزښتمنده ریشته ده ددی په وجه چی ډیر ساری امراض دانسانانو او څارویو په منځ کی مشترک دی(زونوزناروغی).

وترنري پوهنځى ملي کادرونه روزي چې د څارويو عمده ناروغۍ په تیره ساري ناروغۍ چې د انسان او څارويو ګډې ناروغي دي، تشخيص، درمل، مخنيوى، کنترول او له منځه يوسي. دا د مهمو انساني ناروغىو لکه نري رنځ، بروسلوز او نورو، او د کورني او ملي اقتصاد په پياوړتيا بنسټي نقش ترسره کوي.

لروين

په ملي او نړيواله کچه د يوې مخکښې موسسې په توګه شناخت د وترنرۍ پوهنځي لروين دى.