د پوهنخی د رییس پوهاند دوکتور محمدعارف تنیوال لنډه پیژندنه

E_mail:mariftaniwal@ku.edu.af

Cell Phone:0799327148

پوهاند ډوکتور محمدعارف ټنیوال په  (1329/02/01 ه ش) (1950/05/01م)  کال کې د خوست ولایت په مرکز کې د شمل باستانی په کلی کې په یوه متمدینه کورني کې سترګې نړي  ته پرانیسته .

نوموړي  په  1352 ه ش کال کې (1972م)  د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د کیمیا څانګې څخه  خپل لیسانس  تر لاسه کړ.نوموړی په بریا په  1363ه ش (1983م)  کال کې خپل ماستري د غیر عضوی کیمیا يه رشته د اوکراین له هیواد څخه لاسته راوړل.

نوموړی په 1373 ه ش (1993م)  کال کې د غیر عضوی کیمیا په رشته کې د قزاقستان له هیواد څخه خپل ډوکتورا په بریا سره لاسته راوړه. اوپه  1386ه ش (2007م)  کال کې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځۍ د کیمیا دیبارتمن د غیر عضوي په دشته د پوهاند علمی رتبه یی  تر لاس کي . تر اوسه ۲۳  علمی آثار یی د غیر عضوی کیمیا په رشته کې لري.

 نوموړي د خپل خدمت د کلو په اوږدو کې پر ته له تدریس څخه څیړنه ٬ او د علمی چارو پر مخ وړل ډیر له ۸ کالو څخه د ساینس د پوهنځي د رییس  په توګه خپل دنده سرته رسول او په همدې ډول د لوړو زده کړو وزارت  د انسجامو اکادمیکو او د تقرر او تفرفیعات په کمیټه کې د کابل پوهنتنو د استازی په توګه دنده سرته رسول او په همدې ډول د ۱۳۸۶ کال څخه تر اوسه د ساینس پوهنځي د کیمیا دیپارتمنت د آمر په توګه دنده سرته سوي .