د پوهنځی تاریخچه

 د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځۍ په ۱۳۲۱ کال کې په کابل پوهنتون کې جوړ شو او په فعالیت یی پیل وکړ د طبیعی علومو  پوهنځۍ  د جوړولو مفکوره هغه وخت منځته راغله چې   د استادانو د نشتوالی  په لیسه او متوسطو مکتبونو کې د شاګردانو ډیروالی له یوی خوا څخه د طبیعی علومو په مختلفو رشتو کې د متخصصینو نشتوالی د صنایعو د پراختیا په اساس  د پام وړ وګرځیده .    په دغه توګه دغه بوهنځۍ د اړتیاوو د پوره کولوپه خاطر دد دریمې پو هنځې په توګه په کابل پوهنتون د ساسنس فاکولتې  په نو په ۱۳۲۱ کال کې چې وروسته د طبیعی علومو پوهنځۍ په نومو ونومول شو تاسیس شو  .

لومړي ځل ۲۱ محصل د ساینس په پوهنځۍ کې په زدکړو پیل وکړل  . د طبیعی علومو د مختلفو څانګو متخصصین چې د هغه وخت  په وزارتونو کې د اړوندو چارو په پرژو کې مصروف  ول او یا د ادارو په لوړو بستو او دولتی موسسو کې دنده سرته رسول وهڅول شو چې په دغه پوهنځې کې د تدریس دنده سرته ورسوي  تر څو دغه پوهنځې په فعالیت پیل وکي .

شاګردان په هغه وخت  کې د ( کیمیا و بیولوژي ) (ریاضی او فزیک ) په رشتو کې زده کړه کول عمومی جیولوژي د کیمیا او بیولوژي رشتې د پروګرام یو برخه ده په 1335  کال کې د جیولوجی رشته په دغه پوهنځي کې د جلا تحصیلی رشتې په توګه وپیژندل شو او د خپل ځانګړي درسي پروګرام سره  کاریی شروع کړ. 

په ۱۳۳۶ کال کې د ( پی سی بی )  په نوم یو صنف د علوم  پو هنځۍ په چوکاټ کې منځته راغله چې درسی پروګرامې د  فزیک ،کیمیا ا وبیولوژی  مضمونونه مبادي یی  رانغاړل چې شاګردان یی  د طبیعی علومو او طب د ځانګړي زده کړو لپاره چمتو کول .

په   1331  کال کې دژوی اساسی موزیم د دغه پوهنځۍ د ودانۍ په منځ کې کیښیودل شو  چې د بیالوژي رشتې  استادان ا و شاگردان د د علمی او څیړنیزو سیزونو په اوږدو کې راټول کړی او موزیم ته یی انتقال کړي دي  طی .  به همدغه وخت کې د  نباتاتو د متخصیصونو په مړسته د نباتی موزیم د تاسیس او جوړولو لپاره ګامونه  واخیستل شو در. د  1339او1340  کلنو په اوږدو کې د  ژوبڼ د جوړولو پلان  طرح شو  په همدې ډول یوه ودانۍ د کابل پوهنتون په څنګ کې ددغه پوهنځي په واک کي ورکړل شو   . ددغه وادني د کوټو څخه د لابراتوار او کوچینی ژوي روزنې  او د بڼ څخه یی  په ځانګړي قفسچو کې د وحشی ژوي   د ساتنی لپاره کار اخیستل کیږي  د بریکوت  په سیمه کې د ژوبڼ د  جوړولو او د اړینې ودانۍ  د پشپړیدو وروسته نوموړي موزیم دغه بڼ ته انتقال شو   او ژوبڼ د پیولوژي څانګې ته تفویص شو. ددغه بڼ چارې تر  1358ا کال پورې د پوهنتون او پوهنځي په لګښت مخ ته تله خو د وزیران  شورا د پریکړې وروسته کابل شاروالی ته وسپارل شو 

په 1340 کال  کې د علومو په پوهنځۍ کې د میترولوژ ي شعبه  پرانیستل شو . ا وتر   کال پورې 1344 فعالیت یی وکړ اما دغه  شعبه بدون  له کوم دلیل څخه د لوړو  مقاماتو له خوا لغو  او فعالیت یی  رسما ً  ودورل شوه .  دغه  شعبه وروسته  د ثور7 انقلاب څخه د میترولوجستانو د روزنې په موخه بیا په 1358  کال کې احیا  شو  ددغه  پوهنځی په چوکاټ کې په کار او فعالیت پیل وکي  .

 لومړي شاګردان چې شمیر یی او 25 تنو ته رسیدل  د 1359 کال پسرلی کې ومنل شو .  خودغه د یپارتمنت په 1360 کال کې طبیعی علومو له  پوهنځی څخه جلا شو او د ځمکی پيژندني پوهنځي سره چې نوي تاسیس شو وو  مربوط شو .  

په 1348 کال کې د پو هنڅي اکدمیک جوړښت بدلون وموند چې د هغه په اساس په پروګرامونو کې ځینې اصطلاحات منځته راله پراګرامونه ځانګړي جنبې یی ونیول چې د  فزیک ٬ کیمیما ٬ بیولوژي ٬او ریاضی  په رشتو کې د جلا څانګو د رامنځته کیدو سبب وګرځیده  او په     75 13   کال کې دغه دیپارتمنتد  کمپیوټرساینس په نوم ددغه پوهنځی په چوکاټ کې جوړوشو او په 1388  کال کې ددغه پوهنځي څخه د کمپیوټرساینس پوهنځي ته ارتقا وکړ .

 اوس دغه پوهنځي د څلورو څانګو دکیمیا اوبیولوژی فزیک او ریاضی درلودنکي دي .

 دغه پو هنځي درسی پروګراومونه د رشتې ځانګړي مضامین ٬ عمومی مضامین د پو هنځي په سطح او عمومی مضامین د پوهنتون په سطح دي . چې د څلوروتعلیمی کالو ( اته سمسټر)  لپاره چمتو شوی دی .  دغه پوهنځي په ۱۳۴۳ کال کې د دری میاښتني مسلکی مجله د ساینس په نوم  چې د علاقمندانو د استفادې وړ کرځید.د دمرکزاو ولایت د دولسم صنف نارینه او ښځینه فارغان  لوړو زده ګړو  کانکور د آزموینې وروسته  په د غه پوهنځۍ ګې د داخلیدو حق تر لاسه کوي گرفت.  د تحصیل په پای کې د مونوګراف د لیکلو سره  سم ورته د لیسانس دیپلوم ورکول کیږي  او د ښونکي ٬ او  پوهنځۍ کې  اسیستانت په حیث  او دغسې په نورو دولتی ادارو او موسسو  کې دنده سرته رسوي

 د هغه ځای څخه چې د کیمیا دیپارتمنت  پخواني ودانۍ چې  په  پل باغ عمومی کې موقعیت لري په دغه پو هنځۍ کې د شاګردانو د ډیروالی په  خاطر ددغه پوهنځۍ اړتیاوې نه شو پوره کولای پوهنتون په ۱۳۵۴ کال کې د یوه  نوي ودانۍ پلان یی طرحه کی د دغه ودانۍ په جوړولو اقدام وکي ددغه ودانۍ جوړښت د عصری لابراتوار ٬ څیړنیزاو تطبیقاتی ٬ درسی صنفونه ٬ ادیتوریم ٬ عصری دفترونه او د زیرمې کوټې   درلودنکې دي او د ۱۳۶۱ کال په پاي کې سرته ورسیده او دغه ودانۍ د ۱۳۶۲ کال په پسرلي کې رسما ً پرانستل شو . په کابل کې د کورني جنګونو په بهیر کې د ساینس پوهنځۍ دیپارتمنتونه او لابراتوارونه په پشپړډول خراب شو . خو له نیکه مرغه  د نړیوال بانک د مالی مړستې د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون رهبري  په همکاری او د ساینس پوهنځۍ د ریاست په هڅه د ساینس او کیمیا دیپارتمنت د دویم واره لپاره ترمیم شو

 

 

  د مرحوم پوهاند دوکتور بلبل شاه" جلا ل "په تالار کې د  تدریس یو انځور 

  خو یو شمیر لابراتوارونه د شاګردانو د تجربو لپاره چمتو شودي خو پشپړ نه دی چې د پشپړیدو په خاطر یی د پوهنځۍ د ریاست له خوا هر اړخیز هڅه کیږي  استادان د ماسترۍ او ډوکتورا په سویه خپل زده کړې پشپړ کړیدي او یو شمیر اوس د هیواد څخه بهر په زده کړه بوخت دي د پوهنتون د پراختیا وروسته د ساینس پو هنځۍ د استراتیژیک پالن په اساس هر اړخیز مړستې ته چمتو دي د ساینس پوهنځي په ۱۳۸۹د کال کې د ۱۲۵۲ په شمیر شاګرد درلود چې دې جملې څخه ۵۵۵ ښځینه او ۶۹۷ په کې نارینه وو اړ په ۱۳۹۰ کال کې د ۱۲۸۰ به شمیر شاګردان درلود چې له دې جملې څخه ۵۴۰ ښځینه او ۷۴۹ نارینه دي.