دځمکپوهنی دپرمختیا پړاوونه

 

دځمکپوهنی پوهنځی دودانۍ د بنسټ ډبره په ۱۳۶۰ لمریز کال کې کیښودل شوه ،چې د(۹) لابراتوارونو ،کتابتون ،(۷) درسی خونو ، (۱۳) اداری خونو ،(۲۰) تشنابونو ،(۲) خونی دساتونکو لپاره او (۱) دارشیف خونی درلودونکی دی. دځمکپوهنی پوهنځی له ودانۍ په شمال کې د دریو خونو یوه الحاقه او دری نوری خونی چی د ترانسپورټ په ودانۍ کې موقعیت لری ، دجیولوجي دڅانګي دلابراتورنو لپاره جوړی شوی دی. دځمکپوهنی پوهنځی له څلورو کلونو وروسته ګټي اخستنی ته چمتو شوه ، چې دواکمنو له پریکړی سره سم دیو څه مودی لپاره داسلامی پوهنتون په واک کې وه . یاده ودانۍ وروسته دشرعیاتو پوهنځي په واک کي پاتی شوی ده .

دځمکپوهنی پوهنځی ودانۍ ته د جنګ په کلونو کې ډیر تاوان رسیدلی دی . د یادونی وړده ، چې دځمګپوهنی پوهنځی ودانۍ په ۱۳۸۵ هـ ل کال کې ورغاول شوه ،خوداوس لپاره ددی پوهنځی ودانۍ  ؛؛ سیستم دمرکزګرمی نه شتون او سړیدو سیستم نه شتون له امله ټول پرسونل له ستونزو سره مخامخ دی. ددی پوهنځی ودانۍ  زیاتره تشنابونه د ژمی په موده کې  کنګل اوله کاره وځی . همدغه راز ددی  پوهنځی درسی خونی هم دوخت له اړتیا ووسره برابری نه دی.

  • ددی پوهنځی زیاتره درسی خونی خورا کوچنۍ اوتدریس لپاره برابری دی نه دی په تیره بیا دکال په تود او سوړ موسم کې  په هغی کې تدرس خورا ستونزمن وی . له همدی امله لوړو مقاماتوته وړاندیز شوی تر څو دد پوهنځی لپاره لویی درسي خوني ، ادیتوریم او یا و لوی تالار دلکچرونو لپاره په پا م کې ونیول شي ، مقامات تو دموضوع په هکله دمرستی وعده کړی خو په خواشینی سره تراوسه دستونزی دحل لپاره کوم عملی ګام نه دی اخستل شوی.
  • دځمکپوهنی پوهنځي دڅو کلونو راهیسی دالمان له بیلابیلو پوهنتونو به تیره بیا دبن او ګسن پوهنتون سره نږدی اړیکی لری . د۲۰۰۲ او ۲۰۱۳ میلادی کلونو په اوږدوکې نږدی هر کال ددی پوهنځی ۱۰- ۱۵ تنه استادان دلنډ مهاله کورسونو لپاره المان ته سفرکوی  او دعلمی افکارو و تجربو راکړه ورکړه ترسره کیږی.
  • دځمکپوهنی پوهنځی دنړیوالو اکادمیکو ادارو سره دعلمی اړیکو ددرلودلو له امله هرکال په منځنۍ تو ګه دبهرنیو پروفیسورانو د۳ـ۵ پوری علمی کنفرانسونو کوربه وی .
  • دځمکپوهنی پوهنځی د زرګونو دیپارتمنتونو عملی او تطبیقاتی درسونه په لابراتورونو او همدغه راز طبیعت کې ترسره کیږی ، چې تقریبا هر کال د هیواد بیلابیلو برخوته د (۳۰) په شاخواکې علمی سفرونه دمحصلانو لپاره په پام کې نیول کیږی ، تر څو له امله چی اړوند ه برخوکې دځوانو استادانو او محصلانو علمی سویه لوړه شی.
  • دخمکپوهنی پوهنځی دبیلابیلو لکه هوا پیژندنی ، هایدورلوژی ، د سلاید جوړولو ، جیو انجینری ،خاوری پیژندنی ،پالنتولوجی ، داوبوکیفیت معلومول، د ډبرو  اومنرالونو موزیم ، جی ای  اس ، نقشه جوړولو ، کرستل اوپتیک ، جیوشیمی ، سدیمنتولوژی ، دډبرو مایکروسکوپی ، فوتوګرامتری ،دډبروپر   او سایزموګرافی ،لابراتوارونو درلودونکی دی. همدغه راز دا پوهنځی دیوه کتابتون درلودونکی دی ، چی نږدی (۶۰۰۰) جلده درس   ممد درسی اومحلی چی په دری ، پښتو او ځینو نورژبو شتون لری.دځمکپوهنی پوهنځی کتابتون هرورځ په رسمی وختونو کې داستادانو ، محصلانواونور مینه والوپرمخ خلاص وی.
  • د دولسمو ټولګیو فارغان دکانکور د ازموینی تر تیرولو او په هغی کې دمعیاری نمری دترلاسه کولو وروسته ددی پوهنځی په لومړی ټولګی کې منل کیږی ، چي دزده کړی موده په دی پوهنځی کې څلورکاله ده او محصلان داتو سمسترونو په اوږدوکی دمونوګراف تر لیکلو اودفاع وروسته کولای شی دلسانس سند ترلاسه کړی. دیادونی وړده چې دځمکپوهنی په لومړی ټولګی کې زیاتره د ریاضی ، فزیک ، کیمیا ، بیولوژي ،تاریخ ،بهرنۍ ژبه ، اسلامی ثقافت او یو یادو ه مسلکی مضمونونه تدرس کیږی .

په دویمو ټولګیو کې تقریباً ۶۰ سلنه مضمونه مسلکی او پاتی یې   ممد درسی دی. په دریمو او څلورمو ټولګیوکې زیاتره مضمونونه د اړوند څانګی مسلکی مضامین وی .

د ځمکپوهنی پوهنځي څلورم ټولګی په لومړی  او دویم سمستر کې  محصلان دلارښود استاد او دیپارتمنت په مشوره دمونوګراف موضوع ټاکی اوتر بشپړولو وروسته چی داتم سمستر په پای کې ژوری هیئت استادانو او مینه والو په حضورکې هغه دفاع او وړاندی کوی.

دځکپوهنی پوهنځی  همدا اوس د (۳) دیپارتمنتونو ، (۹) لابراتوارونو ،(۲) د ډبرو  ،منرالونو او فوسیلونو موزیمونه ،(۲)  د هوآ پیژندنی ستیشنونه ،(۲) د GIS لابراتوارونه ،

۱ ) کتابتون او (۷ ) درسی ټولګیو درلودونکی دی چې په هغی کې تقریبا (   ) تنه دشپی او ورځی برخی محصلان او (   ) تنه استادان په زده کړه او تدریس بوخت دی .

د زده کړی اړتیاوی

دځمکپوهنی پوهنځی دتیرو بیلابیلو وختونو په اوږدو کې د ټولنی او وخت داړتیا له مخی دخپلی پراختیا بیلابیل پړاوونه تیر کړی دی . یادونی وړ ده چی دځمکپوهنی پوهنځی په ۱۳۵۹ لمریز کال کې دساینس پوهنځی څخه د میتورولوژی او جیولوجی ددیپارتمنونو او ادبیاتو او بشرعلومو له پوهنځی څخه د جغرافیا ددیپارتمنت په راجلاکیدو سره رامنځته شوه . وخت سره سم  ددی پوهنځی په درسی ، اداری ، کاری او انکشافی  سیستم کې ډول ډول بدلونونونه رامنځته شوی دی . په ۱۳۶۱ لمریزی کال کې پدی پوهنځی کې دهایدورمیتورلوژی په نوم یونوی دیپارتمنت جوړشو ، چې په ۱۳۶۸ لمریزکال کې دیولړ ستونزو له امله  د متورولوژی له دیپارتمنت سره یو ځای   او دهایدورمیتورولوژی دیپارتمنت په نوم یی دځمکپوهنی پوهنځی په چوکاټ کې خپل فعالیت پیل کړ. د۱۳۷۱ نه تر ۱۳۷۴ هـ ل کال پوری دکورینو جنګونو له امله دځمکپوهنی په پوهنځی کې دکابل پوهنتون دنورو پوهنځیو پر څیر درسونه په ټپه ودریدل او دویم ځل لپاره په ۱۳۷۴ هـ ل کال په ډیرو کمزورو او لږو امکاناتو سره پیل شول.

په ۱۳۸۷ هـ ل کال ددی پوهنځي داستادانو ، دپوهنځی مشرتابه ، او دکابل پوهنتون مشرتابه په هڅو او افغانی ټولنی داړتیا له مخی دچاپیریال ساتنی او طبیعی پیښو مدیریت په نوم دیپارتمنت هم دځمکپوهنی پوهنځی په جوړښت کې ورزیات شو. همدغه راز له نوموړی دیپارتمنت سره داړوند ه ادارو او دټولنی اړتیا له مخی دلوړوزدکړو وزارت نوموړی دیپارتمنت په ۱۳۹۱ لمریزکال کې دځمکپوهنی پوهنځی له جوړښت څخه جلا اودچاپیریال ساتنی پوهنځی ته لوړ شو.

دوخت داړتیا او دعلم او تکنالوژی په پرمختګ سره اړینه وه چی دځمکپوهنی پوهنځی تحصیلی نصاب ته له سره کتنه وشی ، له همدی امله یو شمیر مضمونونه له تحصیلی څخه حذف او یو شمیر دټولنی داړتیا له مخی په تحصیلی نصاب کې شامل شول دځمکپوهنی پوهنځی دمجربو استادانو دشتون له امله خپل محصلان دبازار داړتیا له مخی روزی ، چې دهیواد دطبیعی زیرمو په بیلابیلو برخوکی دنده ترسره کړی .

هغه برخی چې دځمکپوهنی پوهنځی دفارغانو په ګمارلو کې لیوالتیا لری په لاندی ډول عبارت دی له :

دکانو محترم وزارت ، دانرژی اواوبو وزارت ، دکرنی اومالداری وزارت دکلیوپراختیا محترم وزارت ، دترانسپورت محترم وزارت ، دعامه ګټو محترم وزارت ، دښارجوړولو محترم وزارت ، دبهرنیو چارومحترم وزارت ،سوداګرۍ اواقتصاد محترم وزارت ،دسرحدونو چارومحترم وزارت ،ښاروالۍ ، جیودیزی اوکارتوګرافی عمومی اداره ،دجیولوجی سروی ریاست ، دحوادثو ملی اداره ، هواپوهنی ریاست ،دچاپیریال ساتنی ملی اداره او غیردولتی اداری یا NGOS .هغه اداری چې په پورته ډول یادونه وشوه ،دځمکپوهنی پوهنځی په نوی کریکولم کې یې دځینو مضمونونودحذف یاګډون په هکله ځانګړی اوګتور وړاندیزونه درلود ل اوهمدغه راز ددی پوهنځی دتیروکلونو له فارغانو سره هم سلامشوری شوی اد هغوی سلا مشوری په کلکه په پام کی نیو ل شوی دی.

دځمکپوهنی پوهنځی دتاسیس پرمهال ترتیب شوو، چې د۲۰۰۳م کال وروسته المان هیواد دبن پوهنتون دجیولوجی ،جغرافیا او میتورولوژی دانستیتونونو په مرسته بیاورته کتنه وشوه.

په ورستیو کلونو کې د ځمکپوهنې پوهنځی د دیپارتمنتونو کریکولم د آلمان هیواد د ګیسن او بن پوهنتونونو، د بنګلدیش هیواد د دهاکه پوهنتون، د تایلنډ هیواد پوهنتون،د هندوستان هیواد د پوهنتونونو او د نیپال د کیتمندو پوهنتون په مرسته د دویم ځل لپاره ترتیب او وکتل شو.

دغه کریکولم د آخر ځل لپاره، د ځمکپوهنې پوهنځی څخه د فارغ شوو محصیلینو، د موسساتو د ادارو، د معدن، اوبو او انرژئ، کرهنی او مالدارئ وزارتونو، دکارتوګرافی اوجیودیزی عمومی اداری، د افغانستان هوا پژندنی ملی اداری، د احوالو او نفوس ثبتولو اداری د نظریو په پام کی نیولو سره وکتل شو، ځینی مضمونونه لکه ریموت سنسنګ، جی ای اس، دحوادثو اداره،داوبود سرچینو اداره، ودانیز مواد،داوبو کمیا، دڅیړنی میتود، دچاپیریال ساتنی کمیا او داسې نور د افغانی او جهانی ټولنی او ځینو ادارو او وزارتونود غوښتنو پر بنسټ د ځمکپوهنې پوهنځی په کریکولم کي زیات شول.

د بیا ځلي کتنی څخه تر ټولو لوی هدف په بیلابیلو اقتصادی برخو لکه معدن،اوبه،هوا،نفوس،جیودیزی، ګارتوګرافی، کرنه،ترانسپورټ،اوبه او برښنا،ښاروالی او داسي نورو کې د پیاوړیوکادرونو روزل دي.

په ځمکپوهني پوهنځی کی ددې نوي کریکولم په عملی کولو سره به یو شفاف او عادلانه انډول رامنځ ته شی، او داسي محصلین به ټولنې ته وړاندي شي چي د خپلو علمي معلوماتو پربنسټ به خپل هیواد آباد کړي.

په تحصیلی نصاب کی د ټولني د غوښتنی پر بنسټ دځینو مضمونونو د زیاتوالي وړاندیز د جیولوجی،هایدرومتیورولوژی او جغرافی ډیپارټمنټونو لخوا پوهنځی ته وړاندې شو دغه غوښتنې د پوهنځی د علمي شورا په غونډه کی تر بحث لاندې ونیول شوې او په پایله کې نوموړی غوښتنی د شورا د غړو د رایو په اتفاق سره تصویب شوې، او د پوهنځي د علمی شورا د غوښتنو پر بنسټ، دیپارتمنتونو ته دنده وسپارل شوه تر څو درسي هدفونه او د نویو مضمونونو مفردات د پوهنځی علمی شورا ته وړاندي کړي.