دجغرافیی د څانګی تاریخچه

دجغرافیی د څانګی تاریخچه

د جغرافیی څانګه په  ۱۳۳۰  لمریز کال کی د ادبیاتو او بشری علومو په چوکاټ کی رامنځته شوه. کله چی د ځمکپوهنی پوهنځی په ۱۳۵۹ لمریز کال کی را منځته شو نو د جغرافیی څانګه هم په کی مدغمه او له همدی نیټی نه تر اوسه پوری د ځمکپوهنی پوهنځی په چوکاټ کی فعالیت کوی.

 په تیر و څو لسیزو کی د جغرافیی د څانګی آمرین:

۱- پوهاند غلام جیلانی عارض

۲- پوهاند محب الله رحمتی

۳- الحاج پوهاند محمد ظریف تڼیوال

۴- پوهنمل ډاکټر سردار محمد کوهستانی

۵- پوهاند لطف الله صافی

۶- الحاج پوهنمل ډاکټر ولید احمد نوری

۷- پوهندوی سیما نوری

د جغرافیی د څانګی استادان:

د جغرافیی د څانګی د علمی کادر ټول غړی لس تنه دی چی علمی رتبی او خانګړتیاوی یی په لاندی ډول دی:

پوهیالی دوه تنه، پوهنیار دری تنه، پوهنمل څلور تنه، پوهندوی یوه تنه. له دی ډلی نه دوه تنه ښځینه او پاتی او نور نارینه استادان دی. د څانګی اعضا لسانس، ماستر او ډاکټر دیپلوم لری.

د جغرافیی د څانګی د ورځی د برخی  زدکړیالان:

هر کال د جغرافیی په څانګه کی ښخینه او نارینه زدکړیالان په زدکړه بوخت وی او تر اوسه پوری یی څو دوری فارغان ټولنی ته وړاندی کړی دی چی ډیری یی په بیلابیلو دولتی او غیر دولتی ادارو کی دنده تر سره کوی.

د جغرافیی د څانګی د شپی د برخی زدکړیالان:

د جغرافیی د څانګی د شپی د برخی زدکړیالان خپلی زدکړی په پنځو ټولګیو کی سر ته رسوی. د یادونی وړ دی چی پدی برخی کی هم نارینه او ښځینه زدکړیالان په زدکړه بوخت دی.

د جغرافیی د څانګی لابراتوارونه:

دغه څانګه دوه لابراتوارونه لری چی یو یی د GIS او بل یی د نقشو لابراتوار دی.

الف) د GIS لابراتوار:

د GIS لابراتوار د متحده ایالتونو (USAID) په مرسته په  ۱۳۹۰  لمریزکال کی دجغرافیی په څانګه کی تاسیس او په  ۱۳۹۱ لمریز کال کی یی عملآ په فعالیت پیل وکړ. دغه لابراتوار ۸۰ پایی کمپیوټرونه لری چی د Wi-Fi انټرنټی سیستم سره نښلول شوی دی. همداراز دغه لابراتوار د سرور ماشین، دیجیتلی تخته، پلاتر، پرنټر، پروجکټور او داسی نورو وسایلو سره سمبال دی.

په یاد شوی لابراتوار کی د جغرافیی د څانګی روزانه او شبانه ټولګی د دوه سمسترونو په اوکږدو کی زدکړه کوی او د هر ټولګی د زدکړیالانو شمیر له ۵۴ – ۷۰ تنه پوری دی.

ب) د نقشو لابراتوار:

دغه لابراتوار ډول ډول  نقشی لری چی د مقیاس له پلوه په کوچنیو او لویو برخو ویشل شوی دی چی د المان هیواد له مرستو څخه برابری شوی دی. پدی لابراتوار کی د خاوری پیژندنی لوازم لکه: غلبیل، بیکرونه، مکروسکوپ، دخاوری کتلاک، قطب نما او داسی نور وسایل شتون لری چی د زدکړیالانو په روزنه کی ترینه ګټه اخیستل کیږی.

د جغرافیی د څانګی نشر شوی لیکنی:

د دغه څانګی استادان تل هڅه کوی چی د زدکړیالانو د روزنی د پاره نوی ګتورعلمی کتابونه ولیکی لکه د افغانستان طبیعی جغرافیه ( دری او پښتو)، د اروپا د وچی سیمه ایزه جغرافیه، د افغانستان اقتصادی جغرافیه، د افغانستان عمومی جغرافیه ( دری او پښتو)، د شوری اتحاد جغرافیه، سیاسی جغرافیه، د افغانستان صنعتی جغرافیه، د نفوسو جغرافیه ( پښتو)، د آسیا او اقیانوسیه سیمه ایزه جغرافیه، د امریکا د وچی سیمه ایزه جغرافیه، د افریقا د وچی سیمه ایزه جغرافیه، دافغانستان زراعتی جغرافیی ته یوه کتنه، د افغانستان بهرنی سوداګری ته یوه کتنه، فزیکی جغرافیه، د افغانستان سیندونه، د غور ولایت تاریخی جغرافیه، د افغانستان تاریخی جغرافیه، د وریښمولاره، د افغانستان بشری جغرافیه، د آریانا جغرافیه، اقلیم پوهنه، ښاری جغرافیه، ریموټ سنسنګ، د طبیعی زیرمو ساتنه، د افغانستان د ولایتونو جغرافیه، کارتوګرافی، او داسی نور.

د جغرافیا مجله:

په تیرو کلونو کی د جغرافیی څانګی د جغرافیایی څیړنو د هڅولو د پاره د جغرافیا مجله تاسیس کړی وه چی په هغی کی بیلا بیل جغرافیایی معلومات او څیرنی نشر ته سپارل کیدل. خو د ځینو لاملونو او ستونزو له امله یی فعالیت ودریده. په اوس مهال کی یاده مجله فعالیت نلری خو په پام کی ده چی دغه مجله بیرته ورغول شی.