د ښاری ډیزاین او پلان جوړونې ډیپارټمنت

د ښاری ډیزاین او پلان جوړونې ډیپارټمنت لنډه پیژندګلوی

 

افغانستان په تېرو دېرشو کلونو کې د ښاری پراختیا او پرمختیا په برخو کې پراخ بدلونونه لیدلی دی. پدې بهیر کې په ځانګړې توګه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم د له منځه تللو وروسته تر اوسه د هېواد ښارونه په ډېره خپلسرې او غیرپلاني توګه وده کړې ده. اوس مهال چې د افغانستان د ټولو وګړو ۷۶٪ په کلیوالی او ۲۴٪ په ښاری سیمو کې ژوند کوی، چې د ښاری سیمو له ډلې ۶۵٪ په غیرپلانې او نامنظم ډول پراختیا موندلې ده. د افغان ښارونو د ناسم وضعیت له اصلی دلایلو څخه په ښاری څانګه کې د درسی پروګرامونو او د پوهنتون په کچه د ښاری پلان جوړونې او ډیزاین د څانګو کموالی دی چې همدې اړتیا ته په پام د انجنیري پوهنځي د مهندسي څانګې د تکړه او زیارکښو استادانو د زیات زیار په پایله کې په ۱۳۹۶ کال کې د ښاری ډیزاین او پلان جوړونې څانګه او د هغه څلورکلن درسی نصاب د اړوندو مقاماتو له لوری منظور شو.

د مهندسي څانګې د علمی کادر غړو له ډېرو کلونو راهیسې د دغه څانګې د جوړولو لپاره خپلې طرحې او هر اړخیز وړاندیزونه د انجنیري پوهنځي سره شریک کړی او د دغه څانګې جوړول د انجنیري پوهنځي په پنځه کلن ستراتیژیک پلان کې شامل کړي وو. د څانګې د جوړولو او د هغه د درسی نصاب د تدوین اصلی موخه په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د مهندسي او ښاری پلان جوړونې د لومړني پوهنځي جوړول دي. د څانګې د جوړولو له طرحې سره هممهاله د مهندسي څانګې استادانو د ښاری سکتور له اړوندو ادارو (د کابل ښاروالی، د کور او ښار جوړولو وزارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې) او عامو خلکو سره ګڼې لیدنې کړې چې د ښاری ډیزاین او پلان جوړونې د څانګې درسی نصاب په چمتو کولو کې د دوی نظرونه او د ټولنې عینی اړتیاوې په پام کې ونیول شی. د درسی نصاب په چمتو کولو کې د افغانستان د ښاری اړتیاوو په نظر کې نیولو برسېره د نورو هېوادونو درسی نصاب او درسی مفردات په ځیر سره ارزول شوی دی. د ټولنې د اړتیاوو او د دغه څانګې د فارغانو لپاره د اړینو وړتیاوو په پام کې نیولو سره د ښاری ډیزاین او پلان جوړونې د څانګې درسی نصاب په اتو سمسترونو کې چمتو شوی دی.

 

د ښاری ډیزاین او پلان جوړونې د څانګې په درسی نصاب کې د ښاری موضوعاتو په لابراتوارونو برسېره ځینې اړین مضامین لکه ریاضیات، تخنیکی رسم او نورو عمومی مضمونونه په لومړی کال کې ، اساسی مضامین چې د اصلی مضامینو مرستندوی دی د دریم او څلورم سمستر په بهیر کې او اختصاصی او مسلکی مضامین په نورو سمسترونو کې تنظیم شوی دی. د مسلک اصلی مضامین لکه ښاری ټولنپوهنه، ښاری سروې، ښاری اقتصاد، د ټکنالوژۍ کارول چې د ښاری ډیزاین او پلان جوړونې لپاره ډېر اړین دی، هم په پام کې نیول شوی دی. ټولنیز-فرهنګی موضوعاتو د ځینو نورو مضامینو لکه د ښار جوړونې تاریخ او همدارنګه د محیطی ډیزاین تر پوښښ لاندې دی. پردې برسېره عمومی موضوعات د انتخانی مضامینو په بڼه په پام کې نیول شوی، ترڅو د ښاری ډیزاین او پلان جوړونې درسی پروګرام لا نور هم شتمن کړي. د مهندسي او د ښاری ډیزاین او پلان جوړونې د څانګو د علمی کادر غړي به د درسی نصاب د جوړلو او ښه کولو، د درسی مفرداتو د جوړولو، د زده کړې او مشاورې د اغیزمنو چارو او د ښاری څېړنو په برخو کې چې د دولتی او خصوصی ادارو له مهمو اړتیاوو دی، هر ډول ګډون او همکاری وکړی؛ چې دا ډول فعالیتونه د ښاری ډیزاین او پلان جوړونې د څانګې د استادانو او محصلینو د مسلکی وړتیاوو د زیاتېدو لامل کېږی.

اوس مهال د ښاری ډیزاین او پلان جوړونې څانګه چې د انجنیری پوهنځي ترچتر لاندې جوړه شوې، په دوکتورا، ماسټر او لیسانس تحصیلی کچه استادان لری.

د ښاری ډیزاین او پلان جوړونې د څانګې ښوونیزې موخې

د یادې څانګې ښوونیزې موخې په ټوله کې د ښاری ډیزاین او پلان جوړونې د مسلک پیاوړتیا ده چې هغه د لاندې موخو په لاسته راوړلو سره ترسره کېدای شی. د دغې څانګې فارغان به د یوې څلور کلنې تحصیلی دورې د بریالی تېرولو سره د لاندې وړتیاوو لرونکي وي:

  • د ښاری ډیزاین او پلان جوړونې د اصولو او پرنسیپونو سره کافی بلدتیا
  • په آزاد لاس او د انجنیری د وسایلو په کارولو سره د نخشو رسم کولو پوهه او وړتیا
  • د ښاری ډیزاین د عناصرو سره او په نخشو کې د هغوی د ښودلو سره پوره بلدتیا
  • د ښاری ډیزاین او پلان جوړونی له ټولو اصولو او اساساتو سره بلدتیا او په پروژو کې د هغه کارول
  • د پروژې په اړه د ساحې څخه او همدارنګه له نورو منابعو د معلوماتو راغونډول او تحلیل کول
  • د ښاری ډیزاین د بېلابېلو ښوونځیو او سبکونو په اړه د پوره مالوماتو درلودل
  • د ښاری او پرمختیایی پروژو د تنظیم او تطبیق په اړه د دفتری او ساحوی چارو تنظیم
  • په ښاری مسایلو کې د مالوماتو راټولول او د ښاری ستونزو لپاره د حل لارو موندل
  • د کلتوری او ټولنیزو پېژندل او د ښاری طرحو سره د هغه تړل
  • د ښاری پروژو د خاوندانو سره د پوهاوی څرنګوالی
  • د ژوند چاپېریال لپاره د لږ زیان لرونکو طرحو سره بلدتیا
  • د رنګونو کارول په ښاری فضا کې
  • د پروژو د وړاندې کولو د مهارتونو لاسته راوړل او د ګروپی کارونو ترسره کول
  • د پروژو د ترسیم لپاره د کمپیوټری پروګرامونو سره بلدتیا
  • د شته احصایوی معلوماتو څخه د ښاری پلان جوړونې په موخه ګټه اخیستنه
  • د ژوند چاپېریال د ککړوونکو پېژندل او د هغه د کمولو اغیزناکې لارې
  • او د افغانی ښاری هویت بیا راژوندی کول چې په خواشینۍ سره له یاده وتلی دی

د یادولو وړ ده چې ښاری ډیزاین او پلان جوړونې څانګې په درسی نصاب کې د لازمی مضامینو برسېره دوه ډوله نور مضمونونه هم د مسلکی انتخاب او غیرمسلکی انتخاب په نوم لری.

  • د مسلکی انتخاب مضامین هغه دی چې د انجنیری پوهنځي لخوا پرمخ وړل کېږی. د دغو مضامینو کوډ د هغه د نوعیت په پام کې نیولو سره په هر سمستر کې ټاکل کېږی
  • د غیر مسلکی انتخاب مضامین چې کېدای شی د انجنیری پوهنځي بهر د امکاناتو په پام کې نیولو سره دایر شی.

په ټوله کې د ښاری ډيزاین او پلان جوړونې څانګه د څلورو کلونو په موده کې 149 کریډټ د لکچر، تمرین او استوډيو(لابراتوار) په بڼه اخلی او د مضامینو وېش په لاندې ډول دی:

  • ۶۵٪ تخصصی مضمونونه
  • ۲۴٪ اساسی مضمونونه
  • ۱۱٪ پوهنتون شمول مضمونونه