د ښاغلي پوهاهند عبد الحمید لیان لنډه پیژندنه

Email: hamid.layan@gmail.com

Phone:0799882516

عبدالحمید لیان دعبدالحسین زوی په کال 1329 کې د غزني ولایت د قره باغ په کلی کې زیږیدلی دی چې خپلې لومړنۍ زده کړې یې د قره باغ  د سلطان ابراهیم په ښوونځي کې د 1337 _ 1342 کلو په منځ کې، او متوسطه دوره یی د کابل په ابن سینا لیسه کې  په 1343 _ 1345 کلونو کې، ثانوي دوره یی د کابل په ثانوي تخنیک کې په  1346 _ 1348 کلونو کې ، د لیسانس دوره یی د کابل پوهتنو ن په انجینري پوهنځي کې په  1349 _ 1354 کلونو کې  او د ماسټری دوره یی د مینسک د بلاروس په پولیتخنیک کې په 1361 _ 1362  کلونو کې پای ته رسولي دي.

د 1354  کال د جدی په میاشت کې د کابل پوهنتون د انجینری په پوهنځي کې د پوهیالی د نامزاد په توګه په کار وګماړل شو . د نامزدی د دورې دبریالیتوب نه وروسته په ۱۳۵۵ کال کې پوهیالی علمی رتبې ته یې ارتقا وکړ. د ۱۳۷۱ تر جدی پورې چې هغه وخت د پوهنوال علمی رتبې ته رسیدلی وو، خپله د استادی دندې ته یې دوام ورکاوه چې ددغه کال د جدی په میاشت کې کورني جګړې ډیرې شوې او دی د خپلې کورنۍ سره مزار شریف ته ولاړ او په هغه ځای کې د ۱۳۷۲ کال د ثور څخه د ۱۳۷۲ کال تر سنبلې پورې د سخی په کمپ کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د راستون شوو مهاجرینو د مسوول په توګه په کار بوخت شو. د۱۳۷۲ کال د سنبلې څخه د ۱۳۷۴ کال تر سرطان پورې د بشری قواو د منیجر په توګه، او وروسته د ټولنې د پراختیا په غیر دولتی موسسه کې د عمومی منیجر په توګه یې خدمت کاوه. د ۱۳۷۴ کال د اسد له میاشتې څخه د ۱۳۸۲ کال د سرطان تر میاشتې پورې د تهیه او تدارک د چارو د مسوول په توګه او وروسته د سره صلیب او هلال احمر د فدراسیونونو د مالي منیجر په توګه بوخت وو د ۱۳۸۳ کال د اسد د ۱۶ څخه د ۱۳۸۳ تر جدی پوري دافغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسون د دارالانشا د رییس په توګه یې دنده سرته رسول .

د ۱۳۸۳ کال د دلوې په میاشت کې د کابل پوهنتون په انجینری پوهنخي کې د دویم ځل لپاره د استاد په توګه وګماړل شو او په ۱۳۸۸ کال کې د میخانیک انجینري د څانګې آمر وټکل شو . د ۱۳۹۰ کال په سنبله کې ددغه پوهنځي د رییس په توګه موظف شو چې ترننه پورې خپلې دندې ته دوام ورکوي. دی د ۱۳۹۱ کال په ثور کې د پوهاندی عملی رتبې ته ورسید. دغه علمي رتبه تر ټولو لوړه رتبه ده . استاد حمید لیان د ماشین ډیزاین کتاب د انګلیسی ژبې څخه دری ته ژباړلی دي او تراوسه پورې یې د جیالوجۍ، ریاضیاتو ٬ د انجییری مبادي ٬ د ترموډینامیک او سیالاتو د میخانیک کتابونه یی تالیف کړی دي. د محترم لیان تر ۱۵ زیات علمی او څیړنیز اثار د کابل پوهنتون په مجلو کې چاپ شوي دي  او په ډیر ورکشاپونو او ملی او نړیوالو کنفرانسو کې یې ګډون کړی دی. دی اوس مهال د کابل پوهنتو ن د علمی شورا او انجینري پوهنځي د علمی شورا غړی هم دی.  

او تر دې تر څنګ د علمی ترفیعاتو د کمیتې ٬نشراتی بور ٬ د ریسرچ د کیفیت تضمین او ځاني کتنه او د کابل پوهنتون د علمی کریکولم غړیتوب یی په غاړه لرل. او د انجینري فاکولتې د استراتیژیک پلان د کمیتې  او دلوړو زده کړو د وزارت د د ترفیعاتو د ریاست او د اکادمیکو د انسجام امور  ریس دي .