په انجنیري پوهنځي کې اوسنی وضعیت

1.        د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځي اوس مهال  د ۵۰ تنو استادنو په لرلو سره په څلورو څانګو لکه د برق انجنیری ٬ سیول انجنیري ٬ میخانیک انجنیري او مهندسی په څانګو کې د ۵۸۸ تنو محصلانو په روزنه بوخته ده چې ددې جملې څخه ۵۶۴ تنه هلکان او  ۲۴ تنه یې نجونې دي .  .

2.  انجنیري پوهنځي (۱۴) درسی کوټې لري چې ۱۷ لابراتواونه او یو میخانیک شاپ هم په کې شمال دي. یو کتابتون چې په ۵۰۰ اوسنی عصری بیلابیلو انجنیری درسي او اخذ په کتابتونو سمبال دی.  د انجنیري پوهنځی کتابتون په ډیر ښه حالت کې قرار لري  چې په کې د درسی کتابونو منوالونه هم شامل دي. همدارنګه، د انجنیري پوهنځی یواډیتوریم لری چې د ۲۰۰ تنو ظرفیت لري..

3.   د انجنیري پوهنځی ستراتیژیک پلان له دریو لسیزو وروسته د اړوندو څانګو د استادانو د هڅو په نتیجه کې د پنځو کلونو له پاره جوړ شو. دا ستراتیژیک  پلان د لوړو زده کړو د  ستراتیژیک پلان سره سمون لري .

II. درسي نصاب: 

په دې ورستیو وختونو کې د انجنیري پوهنځي د درسی نصاب  بیا کتنه ترسره شوه چې د هغه په یو څلور کلن پروګرام د لیسانس په کچه د د برق انجنیري ٬ سیول انجنیري ٬ اومخانیک انجنیری دریو څانګو لپاره او پنځه کلنه دوره د مهندسی د رشتې لپاره په نظر کې ونیول شو. تدریسي چارې د با تجربه او سابقه لرونکو استادانو له خوا چې په دې ورستیو وختونو کې د عالی زده کړو له ترلاسه کولو ورسته بیرته هیواد ته راستون شویدي، سرته رسول کیږي. دا تطبیقی نصاب د مختلفو دولتی سکتورنو ٬ خصوصی سکتورنو او٬ د انجنیري خدمتونو په برخو کې د صنعتی سکتورنو د اړتیاوو پر اساس د پرمختللیو پوهنتونونو د درسی نصابونو په رڼا کې  برابر شوی دی. د یادونې وړ ده چې ددې پوهنځي هره څانګه د جلا تحصیلی نصاب درلودنکې ده چې د هر کال په اخر کې بیا کتنه یې ترسره کیږي.  

III.    د استادانو وضعیت:

 د انجنیری پوهنځي (۴۵) تنه  استادان عملا د وطن د اولاد په روزنه بوخت دي چې له دې جملې  څخه (۷) تنه د ډوکتورا په سویه (۳۰) تنه د ماسټري په سویه او (۸) د لیساینس په سویه دي. د انجنیري پوهنځي د استادنو ډلبندي د علمی رتبو له مخې د هیواد د لوړو زده کړو د قانون په اساس په لاندې ډول دي  : 

پوهاند: ۲ تنه

پوهنوال: ۲ تنه

پوهندوی: ۳ تنه

پوهنمل:  ۸ تنه

پوهنیار: ۱۸ تنه

پوهیالی: ۱۳ تنه

د یادونې وړده چې د (  22  )  تنو په شمیر ددغه پوهنځي  استادان  د جاپان، امریکې، جرمني او ایران د بهرنيو هیوادونو په پوهنتونو کې د ډوکتورا او ماسټری په لوړو زده کړو کې بوخت دي. د دغو استادانو په بیرته راتګ سره به د انجنیري پوهنځي د استادنو شمیر (۶۷) تنو ته رسیږي

IV.      د فارغ التحصیلانو وضعیت

 د انجنیري پوهنځي د فارغینو حالت کیدی شي په دو برخو کې مطالعه کړو :

الف –  هغه فارغین چې وروسته د فراغت نه دنده سرته رسوي :

ب – هغه فارغین چې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

د الف د برخې په محصلانو کې د فارغالتحصیل محصلینو اړیکې د انجنیري پوهنځي سره ښې دي. د دوي د فراغت سره جوخت هر یو د هغو څخه په دولتی انجنیري سکتورنو کې بوخت او د انجنیري صنعت په سکتورنو کې جذب شوي دي. همدارنګه یو شمیر د هغوي څخه د شخصی سکتورنو په کارونو لاس پورې کړي دي او ډیرې بریالی تجربې یی لاسته راوړې دي. ځکه چې د انجنیري پوهنخي تعلیمی نصاب د مختلفو سکتورنو د اړتیاوو سره مطابقت لري او د بهرنيو هیوادونو د انجنیراونو ځای ډکولای شي.  

د ب د برخې په انجنیرانو کې یو شمیر محصلینو وکولای شو چې د شخصی علاقمندي په اساس د رقابت له لارې فولبرایت DAAD او نورو بورسونو ته لاس رسی پیدا کړي او له هغه څخه برخمن شي. یو شمیر یی دغه پروګرامونه بشپړ کړي دي او خپل هیواد ته راستانه شوی دي. دا خبره ثابتوي چې د انجنیری پوهنځي تحصیلی نصاب معیاری دی او د مختلفو هیوادونو د اکثرو پوهنتونو د تحصیلی نصاب سره مطابقت لري.

V.       ستونزې  

  • په انجنیري پوهنځی کې د مجهزولابراتورونو نشتون  
  • د پیاوړي لابرانت د استخدام د امکاناتو نشتون د دولتي ټیټ معاش په وجه
  • په انجنیري پوهنخي کې د کافی شمیر د خوو نشتوالی. دا موضوع د دې سبب شوې دي چې دغه پوهنځي خپل پراختیا يی پلانونه په ښه ډول عملی او تعقیب نکړی .  
  • د استادانو لږ معاش: دا موضوع ددې سبب کرځيدلی دی چې یو شمیر استادان د خپلو کورنیو د مصارفو او خرڅ د پوره کولو د پاره په نورو شرکتونو او خصوصی موسساتو کې په اصطلاح پا رټ ټایم کار وکړي او خپله زیاته انرژ ی هلته مصرف کړي .   
  • د استادانو د پاره د کور او اوسیدنې د ځای نشتوالی د استادنو لپاره یوه بله ستونزه ده چې  استادان له هغه سره لاس او ګریوان دي او په لازم وخت کې درس په رسیدو کې د استادانو خنډ ګرځي. 
  • د مالی پالیسی له نظره د دولت موجوده قوانین او پالیسی د دی سبب ګرځيدلي دي چې انجنیری پوهنځي ونه توانیږي چې د پوهنځي څخه بهر عایداتي پروژ ي جذب کړي.

 

VI.   وړاندیزونه:

  • د کابل پوهنتون مالي خپلواکي دې تامین شي.
  • د استادانو ٬ مامورینو او تکنیشنونو معیشتی وضعیت ته دې پاملرنه وشي.
  • د انجنیري پوهنځي د لابراتوارونو د بشپړ تجهیزد پاره فوق العاده بودیجه دې ځانګړی کړی شي.
  • د انجنیري پوهنځي د نوې ودانۍ د پاره دې فوق العاده بودیجه ځانګړی کړی شي چې په ستراتیژیکو او پراختیایی موخو کې مرسته وکړي. څو له یوې خوا د ماسټري پروګرام پیل شي او له بلې خوا د محصلانو د زیات شمیر د جذب امکانات برابر شي. 
  • د لابراتوار لپاره  د پیاوړي تکنیشنونو او د دغه پوهنځي د کتابتون لپاره د مسلکی مامورینو استخدام ته دې پاملرنه وشي .