د انجنیري پوهنځي مخینه(تاریخچه)

 د کابل پوهنتون په چوکاټ کې ددغه پوهنځۍ د بنسټ ایښودنی وړاندیز په ۱۹۵۶ میلادی کال کې صورت ونیول. د ۱۹۵۶ د کال څخه دمخه افغانی انجییران د هیواد څخه بهر په ځانګړي ډول په اروپایی ٬ لودیځ ٬ د امریکا متحده ایالاتو په هیوادنو کې زده کړې کول . د ۱۹۵۶ کال د  لومړی وختونو کې د کابل پوهنتون د طبیعی علوم په پوهنځۍ کې یو څانګه د انجینري د څانګې په نوم جوړ شو  د لومړی ځل لپاره ۲۳  تنه شاګردان په دغه نوي جوړشوی څانګه کې نو لیکنه یی وکړل . د افغانستان هیواد او د امریکا متحده ایلاتو د نړیوال پراختیا اداره  (USAID)،په مړسته د انجنیری څانګې وایومینگ  پوهنتون (Wyoming University)  ترمنځ د توامیت تړون وتړل شو.

 د  1958 کال یو ګډ پو هنځي ( کرنې او انجنیری پوهنځي) په نوم د کابل پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شو او د طبیعی علومو پوهنځۍ د انجنیری څانکې ځای ونیول .او د څلور کالو لپاره دغه پوهنځي ته یو کریکولم په پام کې ونیول شو .  وروسته د څلورکلو څلور تنه په بریا سره خپلې زده کړې یی بشپړ کړل . د عموم انجنیری په  رشته  کې د لیسانس په درجه فارغ شول.

په  1963 کال کې دغه   ګډ پوهنځۍ په دوو پو هنځیو انجنیری پو هنځي  او کرنې  پوهنځي باندې جلا شول هر یو د یو خپلواک اکادمیک بنسټد په توګه د انجنیری پوهنځي او کرنې پوهنځې په نوم په فعالیت پیل وکړل . په دغه کال کې  د وایومینګ پوهنتون تړون پای ته ورسیدل د متحده ایالاتو ټیم  United States Engineering Team   (USET)  دغه مسوولیت یی په غاړه ونیوله  نوموړي ټیم . چې  Educating Development Center, Newton Center, Massachusetts  سره شامل دي او همدغسې د امریکایی د لوړو زده کړو د یولسو انسیتیتونو چې عبارت دي  د پوردو پوهنتون ٬  د استیون د تکنالوژی انیستیتوت ٬ د جورجیا د تکنالوژی ٬ د سین سیناتی پوهنتون ٬ د کیمګی میلان پوهنتون٬ په رالی کې د شمالی کارولینا ایالتی پوهنتون ٬ د الینویز د تکنالوژی انیستیتوت ٬ لیهای پوهنتون ٬   نورتردام پوهنتون ٬ د واشنګتن پوهنتون( سنت لویس)  او د رایس پوهنتون وو.  له دې جملې څخه د رایس پوهنتون په یاد شوي کنسورسیوم کې له اول څخه ګډون ونکړ.

په  1963  کال کې د انجنیری پوهنځۍ پوهنځۍ  دوې څانګې درلود چې عبارت دې له سیول انجنیری څانګه او الکترو ـ میکانیک انجنیری څانګه . په همغه کال کې د تدریس سیستم د کړیدت په ډول د تدریس ځای ونیول او دسمستر په ډول شو چې د اول څخه د استفادې ور وګرځیده 

په 1964 کال کې  د الکترو- میکانیک  څانګه  دوو څانګووویشل شو . :

  • د ریاضی- انجنیری برق- فزیک  څانګه Mathematics-Electrical Engineering-Physics Department (MEEP)
  • د انجنیری میخانیک – کیمیا څانګه  Mechanical Engineering-Chemistry (ME-Chem)

 د سیول انجنیری د څانګې په جوړښت کې مهندسی انجنیری تاسیس شول او په همدغه کال کې ښځینه شاګردانو په لنجینري پوهنځی کې نوم لیکنې یی وکړل  په 1966  کال کې د مهندسی څانګه تاسیس شو د لومړي سمستر په پیل کې یو ځانګړي آزموینه  د هغه شاګردانو څخ چې غواړي د مهندیسی په رشته  کې خپل زده کړې سر ته ورسوي اخیستل کیږي د کامیابی د نمرو د اخیستلو وروسته څانګې ته ور پیژندل کیږي نور شاګردان د شپږم سمستر په پیل کې د انجنیری نور دریو رشتو ته ورپیژندل کیږي د دوکال د تیریدو ورسته ( ۱۹۶۹ میلادی) ځبینې بدلونونه صورت ونیول محصلین د دریم سمستر د پیل څخه مهندسی څانګې ته ورپیژندل کیږي د ۱۹۶۷ کال څخه تر ۱۹۷۶ پورې د Pre-Engineering Courses  تر نوم لاندې د ژمې دری میاشتني کورسونه د لموړي کال د شاګردانو لپاره پیل شول . په دغه کورسونو کې په ځانکړي ډول د ریاضی فزیک مضمونونه تدریس کیدل.

په  1968 میلادی کال کې د متحده ایالاتو او د افغانستان هیواد د هڅو په نتیجه کې د زلزلې لومړنۍ مرکزیی په ملی سطح په کابل پوهتنو کې جوړ کړ . چې په مجهز او مدرنو وسایلو او د اړتیا و ور او نور امکاناتو او تسهیلاتو باندژ مجهز شو . د انجنیری پوهنځي او د هغه د زلزلی کمیته ددغه مرکز د ساتنی مراقبت د ساتلو مسولیت او پیش بینی  د ټولو فعالیتونو ثبتول په غاړه لري په ۱۹۷۶ میلادی کال کې دغه مرکز تمدیو شو ددغه مرکز پراختیا داو په مدرن ډول جوړل په پام کې ونیول شول . دغه مرکز تر ۱۹۰ کال پورې خپل فعالیت ته دوام ورکړل . په 1970 کال کې د انجنیري پوهنځي څلور کلني کریکولم په پنځه کلنۍ کریکولم تبدیله شوه  د څلور کلنۍ زده کړې کریکولم اخري دورې شاګردان په ۱۹۷۲ کې او د پنځه کلنۍ زده کړې کریکولم لومړنۍ دورې شاګردان په

په همدې توګه په  1970 میلادی کال کې د  Center for Engineering Consultation, Scientific Advices and Applied Research (CECSAR) په نوم یو مرکز د انجنیری پوهنځي په چوکاټ کې په رسمی ډول په کار پیل وکړ. د دعه مرکز ځانګړې موخې په لاندې ډول وې:

 

  • خصوصی موسسو ٬ ادارو ٬ او اشخاصو ته علمی او انجنیري مشورې ورکول .
  • د استندردونواو نورمونو  جوړول چې په ټول هیواد کې د تطبیق وړ دي .
  • د علمی او انجنیري ستونزو د حل د لارو لټون
  •  په لابراتورا کې د ساختماني موادو  د ټسټونو اجراکول
  •  دڅیړنیز پروژو ٬ اجراکول او تنظیمول ٬
  • د خصوصی او دولتی انجنیري پروژو بیا کتنه او ډیزاین .
  • .

د سکسار مرکز (CECSAR) تر 1981 میلادی  کاله پورې چې د هیواد دهغه مهال د واکمنو شرایطو په اساس په تدریجی توګه انجنیري پوهنځي له منځه تلونکې وه، خپل فعالیت ته دوام ورکړ. په  1974 میلادی کال کې د   USET د توامیت تړون له منځه لاړل. د نبراسکا پوهنتون د لږ حمایت سره د هغه ځای ونیول. په دغه کال کې یوه نوي څانګه چې د ښوونې او روزنې او طبیعی علومو د پوهنځي په چوکاټ کې فعالیت کول، انجنیري پوهنځي ته رانقل شو . دغې څانګې د جوړولو موخه د مسلکی ښوونځیو لپاره سیول تکنالوژي ٬ برق تکنالوژي ٬ د ماشین الاتو تکنالوژی او د اتومیکانیک تکنالوژي  د مسلکی معلمانو روزنه  ده. ددغې څانګې لپاره څلورکلن نصاب په پام کې نیول شوی و. په  1976 میلادی کال کې یوه بله ودانۍ د ۳۰۰۰ متر مربع په مساحت ودانه شو. د جدیدالشمولانو شمیر۰۰ ۹تنو ته زیات شوپه داسې حال کې چې پخوا داشمیر ۱۰۰ تر ۱۵۰ تن وو.  

 

هغه سیاسی بدلونونه چې د پرچم او دیموکرات خلق د احزابو له خوا په پام کې نیول شوې وو، ددې سبب شو چې د نبراسکا پوهنتون ټیم په ۱۹۷۸ کال کې د هیواد څخه ووځي. د انجمبري پوهنځي د پیل څخه تر ۱۹۷۸ میلادي کاله پوري د دولت د جدي پاملرنې او د متحده ایا لاتو د مختلفو پوهتنونو د همکاری په وجه د غه پوهنځي په سیمه  کې ډیره معتبره او مشهوره پوهنځي وه. د دغه پوهنځي د لیسانس (B.Sc.) دیپلوم د یو ستندرد دیپلوم په توګه په نړیواله او سیمه ییزه کچه کې  منل شوې او پیژندل شوې دیپلوم و. د تدریس ژبه تر ۱۹۷۸ کال پورې انګلیسی ژبه وه . په ۱۹۷۸ میلادي کال کې ۶۵ تنه استادان چې له دې جملې څخه ۲۰ استاد د  ډوکتورا (Ph.D.)، 25 تنه د ماسټری (M.Sc.) او 20 تنه د لیسانس (B.Sc.) په سویه وه، په انجنیري پوهنځي کې تدریس کاوه.

 

په دې کال کې لاندیني لابراتوارونه په وسایلو مجهز او د محصلانو د استفادې وړ و:

  • د برق انجینري لابراتوراونه: د الکترونیک لابراتوار،  د سرکت د تحلیل لابراتوار، کانورژن د انرژي لابراتورار ، دپاور لابراتوارا ود فزیک لابراتوار.
  • د داخلی احتراق د انجنونو لا براتوارونه لابراتوارهای ٬ انجنیری میخانیک: د عمومی میخانیک لابراتوار، ددراوینگ لابراتوار،  د تولید د پروسې لابراتور، ، لابراتوار HVAC، د کیمیا و شاپ ماشین لابراتوار.
  • د سیول  انجنیري لابراتوارونه : د مواد و د مقاومت لابراتوار،د خاورې او کانکریت لابراتوار ، لابراتوار سروی، د هایدرولیک لابراتوار، دسیالاتو د  میخانیک لابراتوارو د جیولوجی لابراتوار.
  • دمهندسی ستدیوګانې اود دیزاین ستدیو .

په ۱۹۷۹ کال کې د انګلیسی ژبې څخه تدریس د هیواد په رسمی ژبو — دری او پشتو—بدل شو. په  1981 میلادی  کال کې انجنیري پوهنځی مخ په کمزورې کیدو وه او ددې پوهنځي د وروستۍ دورې محصلان په ۱۹۸۵ میلادي کال کې فارغ شول. تر هغه وروسته د انجنیري پوهنځي دروازه د محصلانو په مخ وتړله شوه او د دغه بوهنځي استادان پر نورو پوهنځیو وویشل شول. په ۱۹۸۹ کال کې د دویم ځل لپاره انجنیري پوهنځي فعاله شوه او د ۱۹۹۰ کا ل د زده کړې  په پیلدو سره محصلان په دې وتوانیدل چې نوم لیکنه وکړي . په دغه کال کې درسونه په محدودو منابعو سره پیل شول. د 1992 میلادی کال څه تر1995  کاله پورې د کورني اړودوړله امله د انجنیري پوهنځي دروازه په رسمی توګه ونه تړلی شوه خو د پوهنځي کارکوونکي او محصلین د ښار له یوه ګوټ څخه و بل ګوټ ته ته انتقالیدل او یو له بدترینو اکادمیکو دورو څخه په افغانستان کې شمیرل کیدل. ددغوکلونو په اوږدو کې د کورني اړودوړ له امله د دغه پوهنځي شتمني وسوزیدل، یا چور شول او یا هم له منځه لاړل .  د 1996  څخه تر  2001 میلادی  کاله پورې چې طالبان واکمني ته ورسیدل، د هغوی په دوران کې نجوني اجازه نه درلودل چې ښونځي او پوهنتون ته  لاړشي. ددغه دورې په بهیر کې انجنیري پوهنځی په ډیره ضعیفه توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړل او ډیرو محدودو مالی او بشري منابعو ته لاس رسی درلود.

 

په  2002 میلادی  کال کې د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسیدلو او د انتقالی حکومت د پیلیدو سره دغه پوهنځي د ۳۵ استادانو په مرسته چې له دې جملې څخه یو تن د ډوکټورا (Ph.D.) او ۷ تن د ماسټری (M.Sc.)  په سویه تحصیلات درولودل، او  750 محصل  په څلورو څانګو کې خپل اکادمیک فعالیتونه پیل کړل ، ددغه پوهنځي ودانۍ ډیره ویجاړه وه او صنفونو څوکۍ نه درلود . ددغو کلونو په اوږدو کې او دهغه نه وروسته ددغه پوهنخي بیا جوړوني لپاره د دولت او خصوصی سکتور او همدارنګه د نړیوالو موسسو په مرسته ګامونه واخیستل شول . د ۲۰۰۷ کال څخه تر دریو کلونو پورې د کنزاس ایالتی پوهنتون د انجنیري پوهنځي سره مرستې پیل کړې ( د نړیوال  بانګ په تمویل ) او لومړۍ  مرحله ییې په ۲۰۱۰ کال کې پای ته ورسید. پنځه کاله مخکې د کابل پوهنتون د انجنیري يوهنځي د درسی نصاب بیا کتنه وشه او د انجنیري پوهنځي پنځه کلن پروګرام په څلورکلن پروګرام بدل شو.په کال ۱۹۹۰ کې د دغه پوهنځي د پنځه کلنې دورې محصلان خپل وروستی سمسټر پای ته ورسول.  انجنیري پوهنځی د خپل څلور کلن پروګرام د لومړني دورې فراغت ونمانځل. د یادونې وړ ده چې په  2011 کال کې د څلورم او پنځمو ټولګیو محصلان یو ځای فارغ شول او د کریډټ سیسټم د لومړيو ډولګیو د د پسر لني سمستر لپاره په ۲۰۱۲  کې پیل شول.