د کمپیوتر ساینس پوهنځي د ر‍‍‍‍‍‍‍‍‍ٔ‌َّیس پوهندوي سید حسن عدلیار ژوند لیک

E_mail:sadelyar@gmail.com

پوهندوی سید حسن عدلیار لوړې زده کړې د لسانس تر کچې د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د ملک عبدالعزیز په پوهنتون کې د کمپوتر ساینس په برخه کې سرته رسولي. له فراغت ورسته هیواد ته راستون اوله ۱۳۷۴ کال را پدېخوا د کابل پوهنتون د ساینس او کامپیوتر ساینس په پوهنځیو کې د استاد په حیث پاتې شوی. استاد عدلیار د ماسټرۍ درجه په ۱۳۸۸ کال د سویلي افریقا د کیب ټاون ښار د ویسټرن کیپ پوهنتون څخه د کمپیوټر ساینس څانګه کې تر لاسه کړې ده.

اوس مهال د اداری او تدریسی کارونو ترڅنګ د اسټونیا هیواد د ټالین پوهنتون کې د دکټورا څانګي زده کړیال دی. استاد له ۱۳۸۹ کال را پدېخوا د پوستغالي (نرم افزار) انجنیرۍ څانګې آمر او اوس مهال د کابل پوهنتون د کمپیوتر ساینس پوهنځي ریس دی.

استاد عدلیار د لسانس دروه کې د پروګرام لیکلو اړ او ډیټابېس په څانګو کې زده کړه کړې دی . دماسټری په دوره کې یې د معلوماتو جوړه ونی (ساختار های معلومات) برخه کې څیړنې کړی دی. همدارنګه د لسانس او ماسټرۍ دوری په پاکستان ،لبنان او مصر هیوادو کې د کمپیوټری شبکې ،معلوماتی تکنالوژی ،بنسټونه ، بېسیمه شبکې او کمپیوتري امنیتي شبکې مضمونونه څارلي.

د دکټورا دوره کې استاد عدلیار د کمپیوتري سافټویرونو د امنیت په برخه کې څیړنه کړې

د استوانیا هیواد کې د تالین په پوهنتون کې د دکتورا تر څنګ یې د معلوماتي تکنالوژي  پلانګزاري،  کې د علمي او څیړنیزو پروژو مدیریت او تطبیق، دڅیړنیزو او اکادمیکو مقالو د تحقیق او تحریر طریقه مضمونونه هم څارلي .

اوس پوهندوي عدلیار د کابل پوهنتون د کمپیوتر ساینس پوهنځي پوستغالي (نرم افزار) په څانګه کې د معلوماتو جوړښتونه د الګوریتم دیزاین او تحلیل او اخلاقي منشور د مضامینو د تدریس کوي.

ښاغلی عدلیار د پروګرام لیکلو مبادي، دکمپیوتر بنستونه او دلمړني  معلوماتو جوړښتونه په نومو کتابونو لري. همدارنګه په داخلي علمي مجلو کې څو مقالې لري او دوه نړیوالي مقالې په دیجیتلي کتابتون کې شته او استاد عدلیار د لند مهالو روزنیزو ورکشاپونه او کانفرانسونه په خاطر پا کستان، هند ، چین، تاجکیستان، قزاقستان ، مقدونیه، لبنان، مصر، جرمني، اسپانیا او پرتګال هیوادونو ته سفرونه کړی دی .