ښاغلی پوهنیار عبدالولید سالک

 

د اړیکو شمیری:   +93(0)700225020 & +93(0)777278778

برښنالیک: ab.walid_salik@yahoo.com

د ښاغلی پوهنیار عبدالولید سالک د کابل پوهنتون د کرنی پوهنځی  استاد بیوګرافی

 ښاغلی استاد  پوهنیار عبدالولید سالک د الحاج استاد عبدالجلیل سالک زوی دی چی په 1370 لمريز كال (1991 ميلادي كال)، د بغلان ولایت په یوی دینداری او روښانی کورنی کی زیږیدلی دی. ښاغلی سالک خپلی لومړنی زده کړی د نوی بغلان په ښونځی او ثانوی زده کړی یی د مرکزی بغلان په عالی لیسه که په اعلی درجه سره پای ته ورسولی. نوموړی په 1388 لمریز کال کی د کانکور د آزموینی له طریقه د کابل پوهنتون د کرنی پوهنځی ته لاره پیدا کړه او په1391 لمریز کال کی د نوموړی پوهنځی څخه د لیسانس په کچه په کدر کی فارغ شو.  په  1392لمریز کال کی د یوی آزادی سیالی له لاری د کابل پوهنتون، کرنی پوهنځی د خاوری پوهنی او ابولګونی په څانګه کی د علمی کادر په صفت جذب شو. ښاغلی سالک   په 1395 لمریز کال کی هنگری هیواد ته د ماستری زده کړو په موخه علمی سفر پیل کړ او په 1397 لمریز کال کی یی خپله ماستری د هنګری هیواد د سنت اشتوان دولتی (Szent István University, https://szie.hu/   ) پوهنتون څخه  د زراعت د انجینری په برخه کی اعلی درجه دیپلوم ترلاسه کړ او بیرته خپل ګران هیواد ته راستون شو او د وطن بچیانو  ته د زده كړو له لاري په کابل پوهنتون کی د هېواد خدمت كوی. پوهنیار عبدالولید سالک  تر اوسه د لسو څخه ډیری علمی مقالی د افغانستان په ملی(پښتو، دری)  او په انګلیسی ژبو لیکی دی چی نړیوالو علمی ژورنالو او کنفرانسو کی به چاپ رسیدلی دی. همدارنګه ښاغلی سالک ایټالیا،هنګري،اذربایجان،آلمان،سلواکیا،د چیک جمهوریت،اتریش،ترکیه او هندوستان هیوادونو ته علمی و شخصی سفرونه ترسره کړی دی.  ښاغلی سالک په پښتو، دری او انګلیسی ژبو خبری او لیکل کولای شی.

مسولیتونه :

ښاغلی سالک د کرنی پوهنځی کی لاندی مضامین د لیسانس زده کړیالانو ته تدریس کوی:

  • خاوری او بو ساتنه،  خاوری حاصلخیزی،  اوبولګونی اساسات، خاوری پوهنه او جغرافیایی معلوماتو سیستم .
  • د څلورم ټولګلی محصلینو د تحقیق او مونوګراف لارښونه او ارزیابی
  • په لابراتوار کی محصلینو سره د علمی تجربو ترسره کول