کابل پوهنتون د کرنې پوهنځۍ د رئیس ‍پوهاند غلام رسول فیضی ژوند لیک

 

د اړیکی شمیره: 0093 799 316 405

برښنالیک: ghulamrasulfaizi@yahoo.com

پته: شپږم سرک،قلعه فتح الله، کابل ،افغانستان

ښاغلی استاد  پوهاند غلام رسول فیضی د  فیض ګل  زوی دی چی په  ۱۹۵۶ میلادی کال کی  د لوګر ولایت په یوی دینداری او روښانی کورنی کی زیږیدلی دی. ښاغلی فیضی خپلی لومړنی زده کړی د سعدالدین انصاری په ښونځی کی او ثانوی زده کړی یی د پغمان په لیسه کی په اعلی درجه سره پای ته ورسولی. نوموړی په ۱۹۷۷ میلادی کال کی د کانکور د آزموینی له طریقه د کابل پوهنتون د کرنی پوهنځی ته لاره پیدا کړه او په۱۹۸۰میلادی کال کی د نوموړی پوهنځی څخه د لیسانس په کچه په کدر کی فارغ شو. نوموړی په  ۱۹۸۲ میلادی کال کی کی د کابل پوهنتون، کرنی پوهنځی د د نباتاتو د حفاظی په څانګه کی د علمی کادر په صفت جذب شو.  ښاغلی فیضی   په ۱۹۸۳ میلادی کال کی  اوکراین هیواد ته د ماستری زده کړو په موخه علمی سفر پیل کړ او په  ۱۹۸۵ میلادی  کال یی خپله ماستری د اوکراین هیواد د کیف زراعتی پوهنتون(Agriculture Academy of Kiev)   څخه  دنباتاتو د ساتنی  په برخه کی  ترلاسه کړه  او بیرته خپل ګران هیواد ته راستون شو او د وطن بچیانو  ته د زده كړو له لاري په کابل پوهنتون کی د هېواد خدمت كوی. پوهاند فیضی د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۸  میلادی کال پوری سوځله د کابل پوهنتون د کرنی پوهنځی د سرپرست ریس دنده ترسه کړی ده. ښاغلی فیضی  تر اوسه د لسو څخه ډیر کتابونه لیکلی او ژباړلی دی او د ۱۶ شاوخوا علمی مقالی یی د افغانستان په ملی(پښتو، دری)  او په انګلیسی ژبو لیکی دی چی نړیوالو علمی ژورنالو او کنفرانسو کی په چاپ رسیدلی دی. ښاغلی پوهاند غلام رسول فیضی  د  ۲۰۱۸ میلادی کال د جولای د میاشتي په دویمه نېټه د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظوری سره د کابل پوهنتون د کرنی پوهنځی د رییس په ټوګه وټاکل شو. ښاغلی فیضی اوس مهال د کرنې پوهنځۍ د رئیس او استاد په توګه خپله دنده سرته رسوي.  ښاغلی فیضی  واده كړى دی او پنځه اولادونه لري.  نوموړی په پښتو، دری، روسی او انګلیسی ژبو خبری او لیکل کولای شی.