د عمومی او غیرعضوی کیمیا څانګه

د عمومی او غیرعضوی کیمیا څانګه د کیمیا د پوهنځی یو له مهمو څانګو څخه دی، چی په کال ۱۳۹۵ کی د کیمیا د پوهنځی د تاسیس سره رسماْ کار یی پیل کړ. دا څانګه دوه لابراتوارونه لری، چی  یو یی د عمومی کیمیا لابراتور او بل یی د غیرعضوی کیمیا لابراتور دی. نوموړی لابراتوارونه مخکی د ساینس پوهنځی د کیمیا څانګی به چوکاټ کی کار کولی، چی د عمومی کیمیا لابراتوار په کال ۱۳۲۱ کی او غیرعضوی کیمیا لابراتوار په کال ۱۳۲۴ کی تاسیس شوی وه. په دی لابراتوارونو کی د مختلفو غیرعضوی موادو استحصال او د مختلفو صنفو لپاره نمایشی تجروبی کاریږی.

ددی څانګی یو له مهمو موخو څخه د استادانو او متخصصانو روزل  د تدریس او په تولیدی او صنعتی موسسو کی  د تخصصی کارونو لپاره دی. په دی څانګه کی سربیره پر لابراتوارونو چی د محصلینو د عملی کارونو لپاره اختصاص شوی، د تحقیق لپاره هم لابراتوار شتون لری.

د عمومی او غیرعضوی کیمیا څانګه ۱۱ استادان لری، چی ۲ استادان د داکټر په سویه، ۶ استادان د ماسټر په سویه او ۳ استادان یی لیسانس دی.

هغه مضمونونه چی په دی څانګی کی تدریس کیږی لکه، عمومی کیمیا، غیرعضوی کیمیا ۱، غیرعضوی کیمیا ۲، غیرعضوی کیمیا ۳، د کرستلونو کیمیا، محاسبوی کیمیا، پولیمیر کیمیا، رادیوشیمی کیمیا، غیرعضوی تکنالوژی کیمیا، عضوی تکنالوژی کیمیا، کیمیا ۱ او کیمیا ۲ د انجنیری، فارمسی، ځمکه پیژندنی، وترنری، زراعت، چاپریال ساتنی، بیولوژی، ریاضی او فزیک پوهنځی لپاره تدریس کیږی.