اوسنی وضعيت

د کیمیا په پوهنځی کی ټول ۲۳ تنه استادان په تدریس، علمی او اکاډمیک چارو بوخت دی چه له دی جملی څخه ۳ تنه د دوکتورا په درجه، ۱۱ تنه د ماسټری په سویه او ۵ تنه د لیسانس په سویه دی. یو شمیر استادان همدا اوس په خارج کی په زده کړو بوخت دی چه له دی جملی څخه د نوموړی پوهنځی ۳ تنه د دوکتورا او یو تن د ماسټری د لاس ته راوړو لپاره زده کړی کوی. د علمی رتبی پر بنسټ د نوموړی پوهنځی استادان په لاندنیو علمی رتبو کی شتون لری:

پوهاند ۳ تنه ( ۲ تنه نارینه او یو تن ښځینه )

پوهنوال ۳ تنه ( ۲ تنه ښځینه او یو تن نارینه )

پوهندوی ۳ تنه ( ۲ تنه نارینه او یو تن ښځینه )

پوهنمل ۴ تنه ( ۳ تنه نارینه او یو تن ښځینه )

پوهیالی ۵ تنه ( ۳ تنه نارینه او ۲ تنه ښځینه )

همدارنګه ۵ تنه تخنیکی اسیستانتان د نوموړی پوهځی په لابراتوارونو کی خپلی ورځنی چاری سرته رسوی.

په ټوله کی د کیمیا پوهنځی د محصلینو شمیر ۴۷۵ تنه دی چه له دی جملی څخه ۲۲۹ تنه ښځینه او ۲۴۶ تنه نارینه دی.

د کیمیا پوهنځی د علمی کارونو د اجرا کولو لپاره د محصلینو شپږ لابراتوارونه، د استادانو د څیرنی لپاره څلور لابراتوارونه، کتابخانه، کمپیوټر لب، سرور روم، د لمونځ کوټه، ۶ درسی کوټی، څو د کیمیاوی موادو د ساتنی کوټی، یوه د مطالعی کوټه ، او یو د نمایشی تجروبو لابراتوار لرونکی دی.

د کیمیا پوهنځی د شپی ( د محصلینو لپاره د ۴ بجو څخه وروسته د زده کړی پروګرام) برخه نلری.او د ورزنی پروگرام دپاره د کانکور د امتحان په اخستلو سره د لورو زده کړو وزارت له خوا نوموری پوهنځی ته محصلین معرفی کوی.

د نوموړی پوهنځی د ساینس پوهنځی تر نامه لاندی پخوا د جرمنی سره علمی اړیکی درلودی ، مګر اوس محال وجود نلری. همدارنګه د هند د هیواد سره د دوه کالو او شپږ میاشتو په موده کی علمی اړیکی درلودلی، مګر د ۱۳۹۱ کال راپدی خوا نوموړی اړیکی وجود نلری.