تاريخچه

د کیمیا دی‍پارتمنت د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځی په چوکاټ کی په ۱۳۲۱ ه ش کال کی په کار پیل وکړ. د ساینس پوهنځی د جورولو فکر هغه وخت رامنځته شوچه په ښوونځیو کی د شاگردانو په زیادوالو سره د استادانو کموالی احساس شو. همدارنگه په مختلفو څانگو کی د طبیعی علومو په برخه کی د متخصیصینو نشتوالود او دصنعت د پراختیا لپاره د توجه ور وگرځیده. نو ځکه یی د ساینس په نوم پوهنځی چه ورسته د طبیعی علومو پوهنځی په نوم یاد شوه د کابل پوهنتون په چوکات کی تاسیس کړه چه د کابل پوهنتون دریمه پوهنځی وه.د لومری ځل لپاره 21 تنه محصلانود ساینس په پوهنځی کی په تحصیل شروع و کړه. نومورو محصلینو ته د طبیعی علومو د مختلفو څانگو متخصیصینو چه په هغه وخت کی  په مختلفو وزارتونو کی په پروژو اخته وو ، او یا په لوړو ادارای پستونو کی وظیفه ترسره کوله تشویق شول تر څو چه په نوموړی پوهنځی کی درس ورکړی .د هغو په کمک سره پوهنځی خپل کار پیل کړ. په لومړی دوره کی د محصلینو شمیر ۲۱ تنه وه چه د کیمیا او بیولوژی، ریاضی او فزیک په دوو رشتو کی په زده کړو بوخت وو. په ۱۳۴۸ کال کی د ټولنی د اړتیا په نظر کی نیولو له مخی د پوهنځی اکاډمیک جوړښت بدلون وموند او د کیمیا، بیولوژی، ریاضی، او فزیک څلور دیپارتمنتونه منځ ته راغلل. همدارنګه په ۱۳۴۹ کال کی د کیمیا دیپارتمنت په چوکاټ کی صنعتی کیمیا رشته او د کیمیا او ریاضی رشته جوړی شوی. د ساینس پوهنځی د منځ ته راتلو د مخه د کیمیا دیپارتمنت لابراتواری تجربی د هغه وخت د فواید عامی وزارت په مدیریت کی اجرا کیدلی، مګر د ساینس پوهنځی د منځ ته راتلو ورسته د نوموړی مدیریت ټول کیمیاوی وسایل د پل باغ عمومی تعمیر ته د محصلینو د عملی کارونو د اجرا کولو او ګټی اخستلو لپاره راوړل شول.

په ۱۳۲۳ کال کی د توصیفی تحلیلی کیمیا لابراتوار، په ۱۳۲۴ کال کی د مقداری تحلیلی کیمیا او غیرعضوی موادو جوړولو لابراتوارونه، او په ۱۳۴۰ کال کی د فزیکی کیمیا لابراتوار جوړ شول.

څرنګه چی د پل باغ عمومی ودانی د کیمیا دیپارتمنت د محصلینو د زیاتوالی ظرفیت نه درلود نو له همدیکبله په ۱۳۵۴ کال کی د کیمیا پوهنځی داوسنی تعمیر د جوړولو پریکړه وشوه چه په پایله کی نوموړی تعمیر په ۱۳۶۱ کال کی جوړ او په ۱۳۶۲ کال کی په رسمی توګه پرانیستل شو.

نوموړی تعمیر د محصلینو لپاره د عضوی، صنعتی، تحلیلی توصیفی، تحلیلی مقداری، فزیکی، غیرعضوی کیمیا ګانو لپاره شپږ لابراتوارونه او په همدی اندازه د استادانو لپاره د‎څیړنی لابراتوارونه درلودل. د داخلی جنګونو په پایله کی د کیمیا دیپارتمنت ټول لابراتوارونه تخریب او ټول کیمیاوی وسایل او مواد له منځه ولاړل. مګر د ساینس پوهنځی د ریاست په هلوځلو د پوهنتون او لوړوزده کړو وزارت په مرسته او د جهانی بانک په مالی مرسته نوموړی تعمیر بیا ورغول شو.

اوس یو شمیر محدود کیمیاوی تجربی د محصلینو لپاره پدی لابراتوارونو کی اجرا کیږی. مګر ټولی هغه تجربی چه د داخلی جنګونو د مخه اجرا کیدلی اوس محال د اجرا وړ ندی.

د کیمیا دیپارتمنت د کابل پوهنتون په چوکاټ کی د یوه ځانګړی پوهنځی په بڼه په ۱۳۹۳ کال کی د فزیکی او اکاډمیکو شرایطو په نظر کی نیولو سره پیشنهاد او جمهوری ریاست د مقام په منظوری سره  کیمیا پوهنځی ته لوړه شوه.

چه د ۱۳۹۵ کال د اسد په لسمه نیټه د کیمیا د پوهنځی په توګه په کار پیل وکړ. نوموړی پوهنځی اوس په خپل چوکاټ کی د عمومی او غیرعضوی، فزیکی، تحلیلی او عضوی کیمیا څلور دیپارټمنتونه لری، چه په هغی کی مختلف مضمونونه لکه عمومی کیمیا، غیرعضوی کیمیا، تحلیلی کیمیا( توصیفی او مقداری)، فزیکی کیمیا، عضوی کیمیا، کرستل شیمی، او د مالیکول جوړښت ، صنعتی کیمیا او داسی نور چه په نصاب کی شامل دی لوستل کیږی. د کیمیا څخه فارغ محصلین د درسی نصاب په نظر کی نیولو سره د کیمیا د متخصص په توګه په ټولو تولیدی موسسو کی او همدارنګه د معادن او صنایع په وزارت، د مالیی  وزارت په تولو ګمرکاتو د اوبو او برښنا وزارت کی د اوبو د تجزیه کولو په برخه کی او په مختلفو تحصیلی موسسو کی د استاد په حیث هم خپله وظیفه تر سره کوی چه ښی پایلی لری .