د کابل پوهنتون ویب سایټ ته ښه راغلاست

 

 

د کابل پوهنتون چې د افغانستان د لوړو زده کړو یوه پخوانۍ او سابقه لرونکې موسسه ده چې د خپل تازیخ په اوږدو کی  یې د ۱۹۳۲م کال را پدیخوا، نه یوازې دا چې ډیرو افغانانو ته یې د تحصیل زمینه برابره کړې بلکه سربیره پردې یې د ډیرو هیوادونو د محصلینو د پاملرنی په ځانته را اړولو یې په سیمه کې یو ځانګړی شهرت تر لاسه کړی دی.

د کابل پوهنتون له یوه بډایه کلتور،لرغونتوب او ښه اکاډیمیک چاپیریال څخه برخمن وو. چې په افغانستان کې د څو لسیزو کورنیو جګړو او بې ثباتیو له امله وران شوې دې.

زمونږ موخه داده تر څو د کابل پوهنتون په یوه پیژندل شوي نړیولا علمي مرکز بدلون ومومي چې په هغه کې ښونیز،څیړنیز او علمی زمینه برابره شي.

همدارنګه بله موخه مو داده تر څو ددې علمي مرکز پوه او تکړه وګړي په پخپلو منځو کې د علمي موضوعاتو په اړوند سره مرستندویه او همغږي واوسي په لنډه ډول ویلی شو چې زمونږ موخه داده تر څو د کابل پوهنتون د نوښتونو او نوښتګرو مرکز پاتې شي.

زمونږ دنده د افغان ځوانانو(نارینه او ښځینه) روزنه ده تر څو د نړۍ له علمي زیرمو څخه د خپل هیواد د اقتصاد،کلتوراو لرغونتیا لپاره ورڅخه ګټه پورته کړي او د نوې پوهې په زده کړه کې اسلامي اصولو په نظر کی نیولو سره کوښښ وکوي.

د کابل پوهنتون موځه:

د کابل پوهنتون د لاندنیو موخو لاسته راوړل خپلې موخې ګڼي:

  • د داسې نسل روزنه چې د خپلو اسلامي او فرهنګي ارزښتونو نه باخبره وي.
  • د افغاني ټولنې د هویت،اجتماعي او معنوي ارزښتونو ساتنه.
  • د لسانس او تر لسانس پورته دورو رامنځته کول،پراختیا او دوام په ښه او لوړ کیفیف سره
  • د تدریس،تحقیق او پلټنې زمینه برابرول،پراخول او عملي کول.
  • د نړیوالې ټولنې د یوې برخې په توګه د افغاني ټولنې د اقتصادي،تولنیزي او علمي پراختیا په برخه کې اغیزمن رول لوبول.
  • له نورو نړیوالو پوهنتونونو او موسسو سره په علمي او تحقیقي مجالونو کې د نږدې اړیکو رامنځته کول او دوام.

د ځینو لاملونو پیژندنه،چې پورتنیو موخو ته د رسیدلو په لاره کې خنډ ول، تر سره شوي د هغو ستونزو چې د کابل پوهنتون ورسره مخ دی عبارت دي له:

د اساسي بنسټونو لکه د درسي خونو،لابراتوارنو، کتابخونو او د کره او تکړه ښوونکو نه شتون دی چې اصلي عامل یې د څو لسیزو جګړه په نښه کیږي.

د خپلو هیلو او اهدافو ته د رسیدو لپاره باید د پوهنتون په تشکیل کې اساسي تغیرات لکه د پوهنځیو او څانګو ډیرول،د عمومي مدیریت بیاتشکیل او د یوې اوږدمهالې سټراټیژۍ جوړول چې د پوهنتون پلانونه د هغې په اساس ترتیب شي، په نظر کې ونیسو.په همدې اساس د ټولو افغانی پوهانو،ملی او بین المللی موسسو څخه په درنښت هیله کیږي تر څو له مونږ سره ددې موخو په لاسته راوړلو کې مرسته وکړي.