د فارمسي پوهنځي په میني لب کې د درملو د کیفیت ارزونې د دریم دور شروع

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۳:۴۳
pic

د کابل پوهنتون او د پارتیسیپ دفتر ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر اساس د درملو د کیفیت ارزونې دریم دور د فارمسي پوهنځي د میني لب په لابراتوارونو کې د روان کال د دوشنبې ورځ د تلې میاشتې په ۹ مه نېټه د یادې پوهنځي د رئیس ، استادانو، د پارتیسیپ دفتر مسؤلینو او انالیستانو په حضور کې شروع کړ.

پدغه دوره کې ۱۹ قلمه درمل چې د مرکز او ولایاتو له ۳۳ روغتونونو څخه جمع شوي د فارمسي پوهنځي د میني لب په مرسته ارزیابي کېږي.

دغه دور به دری اونۍ په بر کې ونیسي چې په اوله اونۍ کې به انالیستانو ته دوباره زده کړې ورکړل شي او په دوو نورو اونیو کې به په عملي ډول ذکر شوي درمل وازمایل شي.

د یادونې وړ ده چې ټول انالیستان د فارمسي پوهنځي فارغان دي. ددغه ارزیابۍ په جریان کې به د فارمسي پوهنځی د څلورم ټولګي زده کړیالان هم د عقد شوي هوکړه لیک مطابق د میني لب په لابراتوارونو کې عملي زده کړې تر سره کړي .

د یادې ارزیابۍ راپور او پایله به د ارزیابۍ څخه وروسته ارائه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د مقالې غوښتنه

په افغانستان کې د درملیزې معالجې علمي کنفرانس: اوسنی وضعیت او راتلونکی لیدلوری

دا کنفرانس د کابل پوهنتون له لوري ترسره کېږي. د طبي-فارمسي علومو متخصصینو ته بلنه ورکول کېږي چې خپلې علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د پوهنتون کارکوونکو لپاره د اداري مهارتونو ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د کارکوونکو چارو امریت له لوري د اداري اصولو او مهارتونو د زده کړې تر سرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د نويو ګمارل شوو اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: