د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر په کابل کې د نړۍ وال سوداګري مرکز « ITC » له مسوول سره وکتل

نن د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چار کې د ولسمشر سلاکار وزیر  ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په کابل کې د نړۍ والې سوداګرۍ مرکز « ITC » دفتر  له مسوول ښاغلي صدیق الله  مجددي سره د خپل کار په دفتر کې له نړۍ وال سوداګري مرکز سره د کابل پوهنتون د همکاریو پر چوکاټ خبرې او نظرونه شریک کړل.

ښاغلي فاروقي  د « ITC » مسوول د ځانګړې پاملرنې څخه، چې په کابل پوهنتون کې یې د برنامو په اجرائیوي کولو کې تر سره کړې مننه وکړه او له افغان دولت او کابل پوهنتون سره یې د همیشنیو همکاریو څخه استقبال وکړ. همدارنګه دواړو لورو پدې لیدنه کې له یاد دفتر سره د کابل پوهنتون د همکاریو په چوکاټ او پدې پوهنتون کې د نړۍ والې سوداګري د ښوونیزو منابعو مرکز «Resource Center for WTO  Studies» په جوړولو  خبرې وکړې.

پدې لیدنه کې ښاغلي فاروقي په نړۍ وال سوداګریز سازمان کې د افغانستان غړیتوب اړین، ګټور، نیک وښوده او دافغانستان دولت لپاره د نړۍ والې سوداګري ادارې تخنیکي او ښوونیزو برنامو د امکاناتو په برابرولو کې د نړۍ وال سوداګري مرکز  « ITC » دفتر له  همکاریو څخه هم مننه وکړه.

وروسته ښاغلي مجددي د کابل پوهنتون رهبري د همکاریو  څخه د ستاینې تر څنګ یې له کابل پوهنتون څخه وغوښتل تر څو پدې مرکز کې د « ITC » دفتر او د نړۍ والې سوداګري ادارې «WTO » استازولي په جوړولو کې همکاري وکړي تر څو د کابل پوهنتون محصلین وکولای شي د دې مرکز د ښوونیزو برنامو څخه په ګټه اخیستنه  او د نړۍ والې سوداګري مرکز «WTO » په برخه کې د شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

پدې لیدنه کې د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد رضا فرزام د افغانستان له ادارو سره په ځانګړې توګه له کابل پوهنتون سره یې تېرې همکاري ګټورې وبللې او په کابل پوهنتون کې د څېړنیز او ښوونیز مرکز د جوړولو او د اړوندو رشتو کریکولم کې درسي کرېدټ شاملول یې هم اغېزمن او اړین وبلل او د تیاریو خبر یې ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ والې سوداګري غړیتوب تر لاسه کړ او د نړۍ والې سوداګري مرکز دفتر په کابل، چې مرکزي دفتر یې د سویس په جینوا کې دی او د نړۍ والې سوداګري په چوکاټ کې فعالیت تر سره کوي او په افغانستان کې د دې ادارې د برنامو د همغږي کوونکي او سهولت برابروونکي دفترونو له ډلې څخه یو دی.