په کابل پوهنتون کې د ځوانانو ملي کنفرانس جوړ شو

د ځوانانو ملي کنفرانس د روان کال د زمري میاشتې په ۲۳ د پنجشنبې په ورځ د ځوانانو د نړۍ والې ورځې په ویاړ د ټول هیواد څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون د کابل پوهنتون په مرکزي ایډيټوریم کې جوړ شو.

د ځوانانو ملي کنفرانس، چې د ځوانانو نړۍ والې ورځې څخه د یادونې په موخه او د افغانستان د سولې په بهیرکې ځوانانو په رول تاکید د سپین(سفید) ټولنیز سازمان او د یو شمېر نورو علمي بنسټونو په همکاري جوړ شوی وو ویناوې، د پنل بحثونه، ګروپي کارونه، طنز، ستاینلیکونه او  د افغانستان  ۱۶ غوره ځوانانو ته د تندیسونو ورکړه او ... پکې ځای درلود، چې هر یو له دوی څخه د افغانستان سوله، د افغانستان ځوانان او د سولې په بهیر کې د ځوانانو رول، بېوزلي او بېکاري، د بشر حقونو وضعیت، د ځوانانو په وړاندې ننګونې او حل لارو باندې خبرې او بحث وشو او د ګډونوالو له لوري ځانګړې طرحې وړاندې او د کنفرانس د مسوولینو له لوري راټولې او ولیکل شوې. پدې کنفرانس کې له ټول هیواد څخه په سلګونه ځوانان، د حکومتي اړوندو ادارو یو شمېر مسوولینو، یو شمېر ځوانې او پېژندل شوې څېرې، د کابل پوهنتون رييس او مرستیالانو او د مختلفو پوهنځیو استادانو او رییسانو ګډون درلود.

دا کنفرانس، چې د سهار په ۹ بجو پیل او ټولو ګډون کوونکو ته د ستاینلیکونو په ورکړې او هیواد ته د خیر او ښېګڼې د دعا په کولو سره د مازیګر په ۵ بجو پایته ورسېده.

دا کنفرانس، چې د هیواد له مختلفو ولایتونو څخه د سلګونو ځوانانو په ګډون جوړ شوی وو، په پام کې ده، چې هر کال د ځوانانو د نړۍ والې ورځې څخه د یادونې په موخه هر کال جوړ شي.