د کابل پوهنتون محصلین او د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې استازو د یو ویډیويي کنفرانس له لارې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت له مسوولینو سره خبرې او نظرونه شریک کړل

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري، د محصلیو چارو مرستیال، محصلینو او د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې استازو د یو انلاین کنفرانس له لارې په کابل کې د امریکا سفارت د عامه اړیکو ادارې مسوول او د دې سفارت کلتوري مسوول سره خبرې وکړې.

دا کنفرانس، چې د روان کال د سرطان میاشتې په ۳۱ نېټه د سې شنبې په ورځ تر سره شو د کنفرانس ګډون کوونکو په کابل پوهنتون کې د محصلینو د خدمتونو شبکې په جوړېدو او همدارنګه په مختلفو برخو کې محصلین په ځانګړې توګه د محصلینو د ظرفیتو لوړول او د مهارتونو کسب، د کابل پوهنتون د درسي کریکولمونو پرمختیا، د ژورنالیزم پوهنځي د راډیويي کړنو پیاوړتیا، د سپورتي برنامو پیاوړتیا، د سولې په بهیر کې د افغان ځوانانو په ځانګړي توګه د افغان ښځو حقوق او ارزښتونو ته پاملرنه باندې هر اړخیزې خبرې او نظرونه شریک کړل.

د کنفرانس ګډون کوونکو په ځانګړي توګه د محصلینو اتحادیې هر یو غړي د محصلینو نظرونه او لیدلوري او د سولې په بهیر کې د افغان ځوانانو غوښتنې یې د دې کنفرانس له ګډون کوونکو سره شریکې کړې او په پای کې د دې لیدلورو په پام کې نیولو باندې تاکید وشو.