د کابل پوهنتون رهبري شورا ناسته د تشدیدي حضوري درسونو د احتمالي پیل د امادګیو د څېړلو په موخه جوړه شوه

د کابل پوهنتون رهبري ناسته د روان کال د سرطان میاشتې په ۳۱ نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس، مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو، د اړوندو برخو استادانو، امرینو او د محصلینو اتحادیې د رییس په ګډون د اسد میاشتې تر ۱۵ نېټې پورې د حضوري درسونو د تشدید پیل لپار د پوهنځیو د امادګیو د څېړنې په موخه جوړه شوه.

دا ناسته، چې د سهار په ۹:۳۰ شروع او په  پیل کې د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د کابل پوهنتون ټولیز تدریسي وضعیت ته کتنه او د حضوري تشدیدي درسونو احتمالي پیل ته د کابل پوهنتون اړتیا په هکله خبرې وکړې او په زیاتو امادګیو یې تاکید وکړ. وروسته د ۱۳۹۹ کال د پسرلني درسي سمسټر د درسونو د امادګیو طرحه، چې په کلي ډول د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین له لوري د رهبري شورا له غړو سره شریکه شوه او د رهبري شورا هر یو غړي د دې طرحې په هکله خپل نظریات او طرحې شریکې او د تدریسي، اداري، حفظ الصحې او روغتیايي اهتماماتو مسایلو، د ټولګیو او لیلیې ترمیم، د وخت او ټولیګیو ویش او ... یې د ناستې غړو سره شریک  کړ، چې په پایله کې د ناستې غړو تر هر اړخیزو خبرو وروسته د ناستې غړو د نظر په اتفاق دا طرحه تائید کړه. د دې طرحې پر بنسټ د پوهنځیو رییسان موظف شوي تر څو د پوهنتون رهبري په جریان کې کړي، چې د حضوري تشدیدي درسونو پیل په صورت کې پوهنتون له ستونزو سره مخ نشي او ګران محصلین وکولای شي له دې فرصت څخه زیاته ګټه پورته کړي.

د ریاست جمهوري د دویم مرستیال تر ریاست لاندې د کرونا ویروس سره د مبارزې اضطراري کمېټې د وروستي تصمیم پر بنسټ پرېکړه شوې، چې د زمري میاشتې تر ۱۵ نېټې پورې دې د پوهنتون حضوري درسونه نه پیلیږي او تر دې تاریخ وروسته د جدي مانع په نشتون او د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي اهتماماتو او لارښوونو په پام کې نیولو سره  په تشدیدي حضوري ډول د خپل درسونه پیل کړي.