د کابل پوهنتون او په افغانستان کې د (Particip) موسسې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شوه

په افغانستان کې د (Particip) موسسې رییس ښاغلي جوهانس اونماخت او د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په یوې غونډه کې، چې د دې پوهنتون علمي مرستیال، فارمیسي پوهنځي رییس، په افغانستان کې د پارتسيپ موسسې تخنیکي مدیر او د دې پوهنتون یو شمېر استادانو په ګډون د روان کال د سرطان میاشتې په ۲۸ نېټه د کابل پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړه شوې وه « د فارمیسي پوهنځي د استادانو او تخنیکي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د پوهې تبادله، د دې پوهنځي د لابراتوارونو تجهیز، د دوا د ارزونې کیفیت تطبیق، چې پدې دوره کې د پارتسیپ موسسې له لوري برابریږي او همدارنګه د دواړو لورو لپاره نورې تخنیکي هڅو په موخه) لاسلیک شوه.

د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور محمد عثمان بابري د دې غونډې په پیل کې په افغانستان کې د پارتسيپ موسسې رییس ښاغلي جوهانس اونماخت او نورو ګډونوالو ته په علمي شورا تالار کې ښه راغلاست وویل او د دې هوکړه لیک او د پوهې د تبادلې، په کابل پوهنتون کې د میني لب څخه په ګټه اخیستنه د درملو ازمایښت او د دې هوکړه لیک په نورو خدمتونو، چې د فارمیسي پوهنځي استادانو او تخنیکي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په پام کې نیول شوې خوښي وښوده او دا یې په کابل پوهنتون کې د درملو د کیفیت د ارزونې او درملو د ازموینې کیفیت په ښه والي اغېزمنه او ګټوره وبلله او وروسته په یاده برخه کې د یو کلنې همکاري هوکړه لیک متن، چې پخوا جوړ شوی وو د پارتسيپ موسسې رییس ښاغلي جوهانس اونماخت او د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري له لوري لاسلیک شو.

پارتسیپ (Particip) یوه جرمنی- هالنډی موسه ده، چې د هالند هیواد استوايي سلطنتي انسټیټوټ (KIT) په همکاري، چې د نړۍ ۳۰ هیوادونو زیاتو کې په مختلفو په ځانګړې توګه په روغتیايي برخه کې فعالیت او په افغانستان کې یې د روغتیا وزارت او نورو روغتیايي برخو کې له ۲۰۱۹ کال راهیسي همکاري پیل کړې ده.