د کابل پوهنتون رهبري شورا ناسته د غیر حضوري او لرې لارې زده کړې بهیر د ارزونې او پیاوړتیا په موخه جوړه شوه

د کابل پوهنتون رهبري شورا ناسته د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۴ نېټه د کابل پوهنتون د رییس، مرستیالانو د پوهنځیو رییسانو، یو شمېر استادانو، د محصلینو اتحادیې رییس او د اړوندو ادارو اداري مسوولینو د غیرحضوري او لرې لارې زده کړې بهیر د ارزونې او پیاوتیا په موخه جوړه شوې وه.

دا ناسته د سهار په ۹ بجو د قران کریم په تلاویت سره پیل او وروسته د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د کرونا ویروس د بحران نامعلوم وضعیت، په تېرو درې میاشتو کې د کابل پوهنتون د تدریس د وضعیت څرنګوالی او په دې هکله یې د لوړو زده کړو وزارت د طرحې پیاوړتیا باندې خبرې وکړې او وروسته یې د ناستې غړو څخه یې د دې بهیر په اهمیت او پیاوړتیا د نظر شریکولو غوښتنه وکړه. وروسته د رهبري شورا هر غړي د خپلو کاري کړنو راپور او خپل نظرونه شریک کړل او په پای کې بحثونو ته په کتو پرېکړه وشوه تر څو د زده کړې مختلط سیسټم ( مجازي میتود او یا HELMS له حضوري مکملې دورې سره یو ځای)  د ډيپارټمنټونو، د پوهنځیو کمېټو او د علمي چارو د مرستیال تر څارنې لاندې د مرکزي کمېټې تر دوامداره دقیقې او جدي کتنې لاندې پیاوړی شي تر څو ګران محصلین وکولای شي په اوسني حالت کې تر اعظمي کچې له ورکړل شوو درسونو څخه ګټه پورته کړي.

د دې ناستې په دوام « د پوهنتون د علمي کادر غړو د ترفیعاتو د بهیر بیا پیل» او  د پوهنځیو له لوري «د ۱۳۹۵ – ۱۳۹۸ کلنو د فارغینو د نتایجو د جدول توحید او ترتیب» او د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالي ته استولو په هکله هم خبرې وشوې او پدې دوه برخو د رهبري شورا له لوري پرېکړه وشوه، چې د علمي کادر د غړو د ترفیعاتو طی مراحل د څارنې لاندې او په باکیفته ډول دوباره پیل شي او د پوهنځيو له لوري د ۱۳۹۵ – ۱۳۹۸ کلنو فارغینو د فراغت جدول ترتیب او د پوهنځیو د استازو له لوري د توحید په موخه د محصلینو چارو مرستیالي ته واستول شي تر څو له دې لارې د کابل پوهنتون محصلینو د تحصیلي اسنادو په برابرولو او ترتیب کې د زیاتې روڼتیا لیدونکی واوسي.

دا ناسته، چې د سهار په ۹ بجو پیل او په پورته ذکر شوو موضوعاتو تر هر اړخېز بحث وروسته د ماسپښین په ۱ بجه هیواد او هیوادوالو ته د خیر او بریالیتوب دعا په کولو سره پایته ورسېده.