د کابل پوهنتون رییس، د علمي او محصلینو چارو مرستیالانو د ښکلي هنرونو پوهنځي له رییس او د ډیپارټمنټونو له امرینو سره وکتل

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۳۱ نېټه د شنبې په ورځ په داسې حال کې، چې د علمي چارو مرستیال پوهاند شفیع شریفي، د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین او د دوی د دفتر د یو شمېر همکارانو له لوري یې ملتیا کېدله، د ښکلو هنرونو پوهنځي رییس او د ډیپارټمنټونو له امرینو سره یې وکتل او د زده کړې او اداري روانو او راتلونکو برنامو، د دې پوهنځي د سمون، پرمختیا او پیاوړتیا په اړتیا خبرې وکړې او خپل نظرونه یې شریک کړل.

ښاغلي بابري د دې پوهنځي د ډیپارټمنټو د مسوولینو د خبرو تر اورېدو وروسته، په پیل کې یې له هغوی سره په خپله پېژندنه خوښي وښوده ویې ویل، د ښکلو هنرونو پوهنځی د دې پوهنتون یو له پېژندل شوو پوهنځيو له ډلې، د محصلینو د وړتیاوو د شریکولو او نندارې ته وړاندې کولو او همدارنګه د خلکو د پاملرنې په مرکز کې ځای، په درسي، هنري برنامو، نندارتونونو او په علمي – هنري چارو کې یې دقت تر سترګو کیږي. پوهاند بابري د دې مسوولینو یووالی او د دوی ګډ کار او د پوهنتون رهبري د دې پوهنځي او د دې پوهنتون د ټولو پوهنځيو د پراختیا لپاره د اسانتیا زمینې برابرېدل د نوې رهبري د لومړیتوبونو له ډلې څخه وباله او د دې پوهنځي د لاسته راوړنو، کړنو او د کلنیو برنامو او همدارنګه د تخنیکي، اداري او قانوني اړتیاوو تر څېړنې وروسته یې د لابراتوارونو د تجهیز او پیاوړتیا، د دقیقو او سنجول شوو برنامو او د محصلینو په روزنه او د دې برنامې په عملي کېدو او پلي کېدو یې تاکید وکړ.

د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند شفیع شریفي او د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین هم پدې ناسته کې خبرې وکړې او د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال د محصلینو چارو په یو واحد کمپیوټري مرکز (مرکزي ډیټا سنټر) په اړتیا خبرې وکړې او د محصلینو معلوماتو په توحید او تنظیم یې تاکید وکړ.

دا ناسته، چې تر غرمې مخکې په ۱۱ بجو جوړه شوې وه او په پورته موضوعاتو تر هر اړخیزو خبرو وروسته د ماسپښین په ۱ بجه هیواد او هیوادوالو ته د خیر او ښېګڼې په دعا کولو سره پای ته ورسېده.