د کابل پوهنتون علمي مرستیال معرفي او په دنده یې پیل وکړ

پوهاند محمد شفیع شریفي د یوې ناستې په لړ کې، چې د کابل پوهنتون رییس او مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو، یو شمېر استادانو او د پوهنتون د علمي شورا د غړو په حضور او د ریاست جمهوري د حکم پر بنسټ د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د علمي مرستیال په توګه معرفي شو.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري پدې ناسته کې خبرې وکړې او پوهاند شریفي یې د دې علمي او اکاډمیک بنسټ د علمي مرستیال په توګه یې د ناستې حاضرو غړو ته وروپېژانده او د نوموړي ګمارنه یې پدې مقام کې مناسبه او مبارکه وبلله. ښاغلي بابري د ښاغلي شریفي تېرې کړنې په لنډ ډول بیان کړې، چې د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت له لوري څو وړاندیز شوي کسانو ترمنځ د ریاست جمهوري عالي مقام له لوري ښاغلی شریفي وټاکل شو او نوموړی به دې علمي بنسټ ته په کیفي برخه کې ګټور ثابت شي او پدې برخه کې یې نوموړي ته د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

د کابل پوهنتون نوي ټاکل شوي مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي پدې غونډه کې خبرې وکړې د کابل پوهنتون، د لوړو زده وزارت او جمهوري ریاست له باور څخه د مننې ترڅنګ یې هیله وښوده، چې کوم تعهتد لري او له کاري تجربې څخه پوره ګټه اخیستنې او په کابل پوهنتون کې د شته کاري موقع سره به وکولای شي دا دروند مسوولیت پر مخ یوسي او وبه کولای په دې اکاډمیک بنسټ کې د پام وړ بدلونونه او پرمختګونه رامنځته کړي.

د دې غونډې په لړ کې یو شمېر نورو غړو هم خبرې وکړې او وروسته د برنامې ګډون کوونکو د علمي مرستیال په کاري دفتر کې هغه یې د دفتر همکارانو، د پوهنځیو رییسانو او استادانو ته وروپېژانده.

پوهاند محمد شفیع شریفي، چې خپله ماسټري یې د امریکا متحده ایالاتو – د اوهایو پوهنتون څخه اخیستې، له دېرشو کالو زیاته موده کیږي د انجینري پوهنځي د علمي کادر په توګه په تدریس بوخت دی. د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د کابل پوهنتون اړوند د معلوماتي ټکنالوژي انستیټوټ د رییس په توګه یې ۱۰ کاله دنده تر سره کړې.