د شرعیاتو پوهنځي استادانو پوهندوی دکتور محمد ایاز نیازي د شهادت، د پوهنوال مرحوم عبدالجلیل یوسفي او پوهنیار مرحوم عبدالبصیر فرید د مړينې په هکله په کابل پوهنتون کې د قرآن کریم ختم تر سره شو

هغه د قران کریم د ختم برنامه، چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استادانو پوهندوی دکتور محمد ایاز نیازي شهادت، د پوهنوال عبدالجلیل یوسفي او پوهنیار عبدالبصیر فرید د مړینې له امله د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷ نېټه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او د دې وزارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو، د کابل پوهنتون رییس، د حج او اوقافو وزارت مرستیال، د پوهنځيو رییسانو، د دې علمي بنسټ استادانو، کارمندانو، محصلینو او همدارنګه د دې استادانو د کورنیو یو شمېر غړو په ګډون په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه او د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د غونډو تالار د پوهندوی دکتور محمد ایاز نیازي په نوم ونومول شو.

دا غونډه، چې د سهار په ۹ بجو د قرآن کریم په ختم پیل او د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د حج او اوقافو وزارت مرستیال دکتور امین الدین مظفري، د استادانو چارو امر او د پوهنتون علمي معاونیت سرپرست پوهنوال دکتور عبدالمتین شهیدي او د کابل پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو یو شمېر استادانو، وفات شوو استادانو پاک روح ته د دعا ترڅنګ د دې استادانو په ځانګړې توګه د دکتور محمد ایاز نیازي د هیواد لوی عالم او پېژندل شوي استاد د شخصیت، فکر، ټولنیز اغېز او د ارزښت وړ کړنو، چې د اکاډمیکو بنسټونو، منبر، رسنیو له لارې یې تر او سه د زرګونو انسانانو زړونه په الهي نور رڼا او د دیني او انساني ارزښتونو، اصولو او قواعدو سره اشنا کړي خبرې وکړې او د دوی نشتون یې د هیواد علمي او اکاډمیک بنسټ ته یوه نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله.

د دې برنامې ویناوالو هر یو په خپل وار سره د دې استادانو په ځانګړي توګه د شهید نیازي د لارې تعقیب او په هیواد کې یې د منبر او رسنیو سره د اکاډمیکې ټولنې اړیکه او همدارنګه په وزیر اکبرخان جامع جومات کې د دې بدې چودنې تر سره کوونکو ته، چې په هغه کې د کابل پوهنتون پېژندل شوي عالم او استاد پوهندوی دکتور محمد ایاز نیازی شهید شو، سزا ورکولو یې تاکید وکړ.

وروسته د برنامې مسوولینو او ګډون کوونکو د شرعیاتو پوهنځي کې په خپل حضور سره، د دې پوهنځي د غونډو تالار، چې مخکې د دې پوهنځي علمي شورا له لوري د پوهندوی دکتور محمد ایاز نیازي په نوم – نومول یې تصویب کړي وو پرانیست او د قران کریم ختم او غونډه  هیواد او هیوادوالو ته د خیر او ښېګڼې غوښتنې او وفات شوو استادانو پاک روح ته د دعا په کولو او د غرمې ډوډۍ په خوړلو سره د غرمې په یوه بجه پای ته ورسېده.