د کابل پوهنتون رییس د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مختلفو څانګو له امرینو او یو شمېر استادانو سره وکتل

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د روان کال د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې، چې د دې پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال ښاغلي فیصل امین یې ملتیا کوله د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مختلفو څانګو له یو شمېر له امرینو او استادانو سره وکتل او د دې پوهنځي په روانو او راتلونکو ښوونیزو او اداري برنامو، اړتیاوو، پراختیا او پیاوړتیا باندې خپل نظرونه  شریک کړل.

ښاغلي بابري د دې پوهنځي د مختلفو څانګو د مسوولینو د خبرو تر اورېدو وروسته یې د دې مسوولینو سره په خپله پېژندنه خوښي وښوده، ویې ویل، چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی هم په کابل پوهنتون کې او هم د هیواد په کچه او هم د هیواد د ژبو او ادبیاتو په برخه  کې له لوړ مقام څخه برخمن دی او پدې توګه ځینو زده کړه ییزو برنامو او د هغو پراختیا ته باید په یو سټراټیژیک لید وکتل شي.

پوهاند بابري د دې مسوولینو بې درېغه مرسته، ګډه همکاري او د پوهنتون رهبري یې د دې پوهنځي د پرمختیا د برابرېدو د زمینې لپاره یوه اړتیا وبلله و د سنجول شوو تقویتي برنامو تفکیک ته په اشاره یې د ژبپېژندنې او ادب پېژندنې  برخو پراختیا، چې د ژبو او ادبیاتو د پراختیا په برخه کې دا دوه برخې یو د بل مکمل کوونې دي، د دې برنامو په عملي کيدو او پلي کېدو یې تاکید وکړ.

د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین هم پدې ناسته کې خبرې وکړې او د دې معاونیت له لوري یې د محصلینو د ټول ګډونه مرکزي ډيټا سنټر د رامنځته کېدو څخه خبر ورکړ او د محصلینو د معلوماتو په توحید او تنظیم باندې یې تاکید وکړ.

د یادونې وړ ده، چې یاده ناسته تر غرمې مخکې په ۱۱ بجې جوړه او د ماسپښين په ۱۲:۴۰ هیواد ته د خیر او ښګېڼې د دعا په کولو سره پایته ورسېده.