د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي کادر یو شمېر غړو د کابل پوهنتون له رییس سره وکتل

د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۲۲ نېټه د مرکزي ادارو یو شمېر رییسانو او د هیواد د علومو اکاډمي د طبیعي علومو د برخې علمي غړو د کابل پوهنتون رییس ښاغلي پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري سره وکتل او د علومو اکاډمي پر وړاندې شته ننګوونو یې نظرونه شریک کړل.

دا ناسته، چې د کابل پوهنتون ریاست دفتر کې جوړه شوې وه، یادو مسوولینو د دې لیدنې د زمینې په برابرېدو د خوښي ښودو تر څنګ یې په پیل کې د کابل پوهنتون د رییس په توګه د ښاغلي بابري د ګمارنې مبارکي او په تېرو کلنو کې یې د علومو اکاډمي د مسوولینو کړنو او لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه. د علومو اکاډمي مسولینو د دې بنسټ د برنامو په وړاندې د شته ننګوونو څخه یادونه وکړه او د علومو اکاډمي او کابل پوهنتون تر منځ یې د علمي او اکاډمیکو همکاریو پر دوام تاکید وکړ.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د دې همکاريو پر دوام او پیاوړتیا تاکید او د علمي تولیداتو د کیفیت د ښه والي په څرنګوالي او د هیواد په ټولنیزه او اقتصادي پرمختیا کې په فعالانه برخې اخیستو خبرې وکړې.