د ښارجوړونې او اراضي وزارت مرستیال ښاغلي روښان ولسمل د کابل پوهنتون رييس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري سره وکتل

د ښار جوړونې او اراضي وزارت مرستیال ښاغلي روښان ولسمل، د افغانستان د ودانیو او مهنډسي نظام ارګان رییسې مېرمن سحر همدرد، ډاکټر عبدالسمیع عبدالرحیمزي او د کابل پوهنتون د انجنیري پوهنځي د ښارجوړونې او سیول څانګو امرینو د روان ۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۲۱ د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمدعثمان بابري سره وکتل او د ښارجوړونې څانګې د درسي نصاب په بیاکتنې او پیاوړتیا یې خبرې وکړې.

دا ناسته، چې د کابل پوهنتون په ریاست کې جوړه شوې وه په پیل کې ښاغلي ولسمل د ښارجوړونې وزارت هڅې، چې د نړۍ وال بانک د افغانستان د ښارونو د پراختیا پروژې  (UDSP)محترمې ادارې په مالي مرسته تر سره کیږي معلومات ورکړل. د افغانستان د ښارونو پراختیا پروژه کې د ښارجوړونې او اراضي وزارت فني، ظرفیت جوړونه او د سیسټمونو پراختیا مرستې شاملې دي او په افغانستان کې د ښاري برنامو د پیاوړي کېدو بنسټيزه کولو ته زمینه برابروي. دا پروژه همدارنګه د سټراټیژېکې برنامه جوړونې پراختیا او ښارجوړونې څانګې لپاره درسي نصاب له لارې سیمه ییزه ظرفیت جوړونه رامنځته کوي. د افغانستان د درې پېژندل شوو پوهنتونونو «کابل پوهنتون، پولي تخنیک پوهنتون او د هرات پوهنتون»، چې دا څانګه لري اړوند د ښارجوړونې څانګې لپاره د تحصیلي نصاب بیاکتنې او پراختیا برنامه لري، چې د افغانستان د ښاري پراختیا د پوهې په لوړونه کې یوه وسیله ده.

د ښارجوړونې څانګې تحصیلي نصاب بیاکتنه او پراختیا درې « اړتیا، د عرضې ارزونه او وروستی درسي نصاب» مرحلې لري، چې د لازمو اړتیاوو د ارزونې پر بنسټ د افغانستان د ښارجوړونې سکتور کې د « عرضې او تقاضا ارزونه» تر سره کیږي. د مشورو، د ورکشاپونو او د ښاري هويت مطالعه او د افغانستان د ښارونو کلتوري او مذهبي ځانګړنو مطالعې پر بنسټ د هیواد د ښارونو اوسنۍ او راتلونکې اړتیاوې پیدا کیږي. همدارنګه د یادو اړتیاوو سنجش د ښاورونو  او د دې ښارونو د اوسېدونکو ټولنیز او اقتصادي وضعیت تر څېړنې لاندې نیسي تر څو په افغانستان کې د ښارجوړونې ریښتینې غوښتنې وپېژندل شي.

د دې پروژي لومړی مرحله «د اړتیا سنجش» عملآ تکمیل شوی او ښاغلي ولسمل پدې ناسته کې د نړۍ وال بانک د پروژې د تکمیل څخه مخکې د ارزونې او څېړنې لپاره د کابل پوهنتون رییس ته وړاندې کړه، تر څو د دوی په مشوره او د پام وړ نظریاتو پر بنسټ غني او تکمیل شي. هیله کيږي، چې د دې هڅو په پایله کې به وتوانېږو، چې د ښار جوړونې څانګې لپاره يو جامع تحصیلي نصاب رامنځته کړو، چې د کار د بازار اړتیا ته ځواب ویونکی او د نړۍ وال معیار مطابق وي، واوسیږو.