د کابل پوهنتون رهبري هئیت د اکاډمیکو کړنو د سمې تر سره کوونې په موخه د دې پوهنتون له یو شمېر استادانو او مسولینو سره مشورتي ناسته وکړه

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د یوې ناستې په لړ کې، چې د دې پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال او د یو شمېر پوهنځیو رییسانو په شتون کې جوړه شوې وه په اکاډمیکو کړنو او له نافذه قوانینو سره یې په مطابقت خپل نظرونه شریک کړل.

دا ناسته، چې د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۱۹ نېټه د کابل پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، د پام وړ موضوعاتو باندې یې خبرې وکړې او د ناستې حاضرو غړو د طرزالعملونو د سمون او پراختیا، لایحو او نورو تقنیني قوانینو، د دې پوهنتون د رهبري او علمي شورا غوره کړنو، د پوهنځیو اومرکزي ادارو تر منځ د ګډو اداري کارونو د سکتګي مخنیوی، د علمي کادر د ګمارنې د ازموینې د اخیستو څرنګوالی، تر لسانس پورته برنامو د کیفیت لوړوالی او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په اړه یې خپل نظریات، وړاندیزونه، تجربې وړاندې او په  اړه یې ګټور بحثونه وکړل. د کابل پوهنتون نوې رهبري د وضعیت د ښه والي او د شته ستونزو په له منځه وړلو کې د اصولي او منل شوو پشنهادي طرحو څخه ډاډ ورکړ.

کابل پوهنتون د هیواد یو له لویو علمي او اکاډمیو بنسټونو څخه دی، چې د هغې چارې په مختلفو اکاډمیکو او اداري او ... برخو کې د قانوني معیارونو مطابق مخکې یوړل شي، چې ددې بنسټ رهبري مصمه ده تر څو د دې چارو په ښه والي او ښوونیزو او اداري خدمتونو په برخه کې تر پخوا زیات کار وکړي او د محصلینو او د دې هیواد د وګړو په خدمت کې واوسي.