د کابل پوهنتون رییس او یو شمېر مسوولینو د شهید دکتور محمد ایاز نیازي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین، د شرعیاتو پوهنځي رییس پوهنمل حفیظ الله حفیظ او د شرعیاتو پوهنځي او کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او کارمندانو د دکتور محمد ایاز نیازي د کابل پوهنتون استاد او د وزیر محمد اکبرخان جامع جومات خطیب او ملا امام د جنازې لمونځ او پدې جنازې کې د مرحوم روح ته د دعا کولو په مراسمو کې، چې د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۱۵ د پنجشنبې په ورځ تر سره شوه، ګډون وکړ.

شهید پوهندوی دکتور محمد ایاز نیازی د هیواد نوموتی دیني عالم او همدارنګه د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یو د پیاوړو استادانو له ډلې څخه وو، چې د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۱۳ نېټه د وزیر اکبرخان په جامع جومات کې د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې شهید شو.

انا لله و انا الیه راجعون

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې