هوالباقی د غمشریکي پیغام د کابل پوهنتون

 

 

په خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځی استاد پوهندوی دکتور محمد ایاز نیازی ، نن ماښام په وزیر محمداکبر خان جومات کې په شهادت ورسید.

إنّا لله وإنّا إليهِ رَاجعُون

د کابل پوهنتون رهبري هیات او د دې علمي بنست استادان، اداري کارکوونکي او محصلان د نوموړي له کورنۍ او دوستانو سره خپله ژوره غمشریکي ښيي او د دې محبوب شخصیت شهادت اکاډمیکې ټولنه، پوهانو او په ځانګړې توګه پوهنتوني کورنۍ او د لوړو زده کړو د برخې کارکوونکو ته لویه ضایعه بولي؛ مرحوم ته د الله ج له درباره مغفرت او کورنۍ ته یې د زړه صبر غوښتنه کوي.

روح یې ښاد او یاد یی تل وي!

پوهاند دکتور محمد عثمان بابری د کابل پوهنتون رییس