د کابل پوهنتون نوي ګمارل شوي رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په رسمي ډول خپل کار پیل کړ

پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري، چې د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز او د ا. ا. د، په  منظوري د کابل پوهنتون د نوي رییس په توګه ګمارل شوی دی، د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۱۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال، د پوهنځیو رییسانو، د مختلفو ادارو استادانو او مسوولینو سره یې د یوې ناستې په  لړ کې د دې پوهنتون د نوي رییس په توګه په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.

ښاغلي فاروقي له یادو مقاماتو سره د دې لیدنو په لړ کې کابل پوهنتون ریاست ته د هغوی راتګ ته یې ښه راغلاست ترڅنګ له دوی سره له نژدې د همکاریو زمینې برابرېدل، هیواد او هیوادوالو ته د زیات خدمت کولو باندې یې خوښي وښوده او د هیواد د لوړو زده کړو په انکشافي بهیر یې لنډې خبرې وکړې او په مختلفو برخو کې د کابل پوهنتون بنسټیزو ستونزو په ګوته کولو او د کابل پوهنتون په مختلفو سطحو کې د زیات مسوولیت منلو باندې تاکید وکړ. ښاغلي بابري د خپلو خبرو په لړ کې، چې د محصلینو چارو نوي مرستیال هم شتون درلود، له یادو مسوولینو څخه یې وغوښتل تر څو له یو بل سره په همغږي او ګډه د افغانستان علمي او تحصیلي چارو په ښه والي کې ګټور رغوونکی رول ولوبوي تر څو کابل پوهنتون په نژدې راتلونکې کې لویو او مهمو موخو ته، چې د دویم او درېم نسل پوهنتونونو سره همقدمه وي ورسیږي او خپل تاریخي ځای ثابت کړي.

پدې ناسته کې د کابل پوهنتون د نوي رییس له لوري د ډول – ډول اکاډمیکو، ښوونیزو، اداري او ... چارو بیا کتنه او څېړنه وشوه او د دې علمي مرکز د ریاست کارونه په رسمي ډول پیل شول او په جدي ډول به دوام ومومي.